ظریف په سوچي کښې له پوټین سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i55963-ظریف_په_سوچي_کښې_له_پوټین_سره_وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په سوچي ښار کښې د روسیې له ولسمشر سره وکتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2017 16:52 Asia/Kabul
  • ظریف په سوچي کښې له پوټین سره وکتل

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په سوچي ښار کښې د روسیې له ولسمشر سره وکتل.

د ایرن خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن مازیګر د روسیې په سوچي ښار کښې د دغه هیواد له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو اړیکو، د سوریې د کړکیچ، د ایټمي موافقې د حالت او د مینځني ختیځ د بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د روسیې له چارواکو سره د لیدوکتو او د سیمې د مهمو بدلونونو په هکله د سلامشورو لپاره د روسیې سوچي ښار ته تللی دی.