د ګډ اقدام جامع پروګرام د یوځل بیا مذاکرې وړ نه دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې د غلیمانه هلوځلو په غبرګون کښې چې د برجام د اصلاح او یا یې د امکان په بڼه کښې د لغوه کیدو غوښتونکې ده، څرګنده کړه: د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) د یوځل بیا مذاکرې وړ نه دی.
محمد جواد ظریف بیګا په ټویټر ټولنیزه شبکه کښې په خپله پاڼه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکایانو له نظره (لا ښه) موافقه یو عبس خیال دی، ولیکل: اوس وخت دی چې امریکا د حقیقت له تحریفولو لاس واخلي او په برجام داسې پابندي پیل کړي لکه چې ایران پرې پابند دی.
دا په داسې حال کښې دي چې له ایران سره د ۵+۱ ډله هیوادونو د شوې ایټمي موافقې نورو غړو هیوادونو او اروپايي اتحادیې په ځلونو د برجام په بشپړې اجرا او پابندۍ ټینګار او په وړاندې یې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دریځونو اندیښنه ښودلې ده.