د ګډ اقدام جامع پروګرام د یوځل بیا مذاکرې وړ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i56035-د_ګډ_اقدام_جامع_پروګرام_د_یوځل_بیا_مذاکرې_وړ_نه_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې د غلیمانه هلوځلو په غبرګون کښې چې د برجام د اصلاح او یا یې د امکان په بڼه کښې د لغوه کیدو غوښتونکې ده، څرګنده کړه: د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) د یوځل بیا مذاکرې وړ نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2017 03:28 Asia/Kabul
  • د ګډ اقدام جامع پروګرام د یوځل بیا مذاکرې وړ نه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې د غلیمانه هلوځلو په غبرګون کښې چې د برجام د اصلاح او یا یې د امکان په بڼه کښې د لغوه کیدو غوښتونکې ده، څرګنده کړه: د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) د یوځل بیا مذاکرې وړ نه دی.

محمد جواد ظریف بیګا په ټویټر ټولنیزه شبکه کښې په خپله پاڼه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکایانو له نظره (لا ښه) موافقه یو عبس خیال دی، ولیکل: اوس وخت دی چې امریکا د حقیقت له تحریفولو لاس واخلي او په برجام داسې پابندي پیل کړي لکه چې ایران پرې پابند دی.

دا په داسې حال کښې دي چې له ایران سره د ۵+۱ ډله هیوادونو د شوې ایټمي موافقې نورو غړو هیوادونو او اروپايي اتحادیې په ځلونو د برجام په بشپړې اجرا او پابندۍ ټینګار او په وړاندې یې  د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دریځونو اندیښنه ښودلې ده.