روسیه په برجام کښې له بیاکتنې سره مخالفه ده
Sep 23, 2017 15:44 Asia/Kabul
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ګډ اقدام په جامع پروګرام (برجام) کښې له بیاکتنې او بدلون سره مخالفت وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف نن په نیویارک کښې له برجامه په ملاتړ کښې د خپل هیواد په دریځ باندې په ټینګار سره وویل: ماسکو په برجام کښې له بیاکتنې سره مخالفه ده او چین، جرمني، فرانسه او بریطانیه هم له داشان اقدام سره مخالف دي.
لاوروف زیاته کړه: که امریکا له برجامه ووځي او د ایران خلاف یواړخیز بندیزونه چې دوه کاله مخکښې د دغې موافقې په چوکاټ کښې لغوه شوي وو، دوباره وضع کړي نو د واشنګټن اقدام به د شمالي کوریا لپاره ډیر ناسم پیغام ولري.
ټیګونه