ایران، عمان او هند د انرجۍ په محوریت سره غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i56649-ایران_عمان_او_هند_د_انرجۍ_په_محوریت_سره_غونډه_وکړه
د ایران، عمان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کښې په درې اړخیزه غونډه کښې د ملګرتیاو په تېره بیا د انرجۍ په زمینه کښې د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2017 16:40 Asia/Kabul
  • ایران، عمان او هند د انرجۍ په محوریت سره غونډه وکړه

د ایران، عمان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کښې په درې اړخیزه غونډه کښې د ملګرتیاو په تېره بیا د انرجۍ په زمینه کښې د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوی او د هند د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن سوشما سواراج پرون په دغه غونډه کښې د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه هم د نظر تبادله وکړه.