ایران له قطر سره اوږمهاله ملګرتیاو ته چمتو دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دوحې سره د اوږدمهاله ملګرتیاو ته د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ.
محمد جواد ظریف نن په دوحه کښې د قطر له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو اقتصادي ملګرتیاو په پراختیا باندې په ټینګار سره د فارس خلیج سیمې په هیوادونو کښې د روانو حالاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.
په دغه کتنه کښې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار وکړ چې د قطر هدف له ایران سره د سیاسي اړیکو د لوړاوي ترڅنګ د اقتصادي ملګرتیاو پراختیا ده.
د ایران خارجه وزیر او ورسره پلاوي له دغې کتنې وروسته د خپل قطري همرتبه په بلنه شوې میلمستیا کښې ګډون وکړ.
ظریف په خپل سیمه ایز سفر کښې له قطر مخکښې عُمان ته تللی و او د دغه هیواد له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسائلو په هکله خبرې اترې کړې وې.