روحانی: ایران او ترکیه د سیمې د ثبات لنګرونه دی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ایران او ترکیه د سیمې دوه دوستان او قدرتمن هېوادونه وبلل او وې ویل، ایران او ترکیه د مینځنی ختیځ د حساسی سیمې د ثبات او قرارۍ لنګرونه دی.
ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې وویل، د دواړو هېوادونو وروستے مقصد په سیمه کښې د صلحې، ثبات او امنیت رامنځته کول دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همدارنګ د سوریې بحران او له هېواد څخه د بېلتون لپاره د عراق د کردستان د چارواکو غیر قانونی هڅو ته په اشارې سره دا خبره څرګنده کړه چې د ایران اسلامی جمهوریت او ترکیه به د سیمې په جغرافیائی پولو کښې د هر ډول بدلون ونه منی.
روحانی د دې په بیانولو سره چې ایران او ترکیه په سیمه کښې تجزیه غوښتنه او د قومی او مذهبی اختلافاتو زیاتېدنه د پردیو د کوششونو نتیجه بولی زیاته کړه، د دواړو هېوادونو له نظره عراق او سوریه پکار دی بشپړه پاتې شی.
روحانی د ایران او ترکیې تعلقاتو ته هم اشاره وکړه او وې ویل: دواړه حکومتونه په ټولو زمینو د تعلقاتو پراختیا غواړی.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل د دواړو هېوادونو ترمېنځ تجارتی راکړه ورکړه به په کال کښې دېرش میلیارډ ډالرو ته ورسی.
د ترکیې ولسمشر هم په دغه اخباری ناسته کښې د عراق د کردستان سیمې د بېلتون د رېفرېنډم په مقابل کښې د ایران او ترکیې ګډ موقف ته په اشارې سره وویل، ترکیه او ایران د بېلتون رېفرېنډم ناروا بولی.
رجب طیب اردوغا د ایران او ترکیې مخ په زیاتېدو تعلقاتو ته هم اشاره وکړه او وې ویل په وروستیو وختونو کښې د ایران او ترکیې له مخکې نه د زیاتو او نزدې تعلقاتو په پراختیا سره به د دواړو هېوادونو روابط په یو مثبت محور کښې په چټکتیا سره پراختیا ومومی.