تهران ته د رجب طیب اردوغان د سفر اهمیت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i57431-تهران_ته_د_رجب_طیب_اردوغان_د_سفر_اهمیت
د ترکیې سیاسی کارپېژاندی ایران ته د خپل هېواد د ولسمشر وروستے سفر د سیمې او دواړو هېوادونو لپاره اهمیت لرونکے وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2017 04:32 Asia/Kabul
  • تهران ته د رجب طیب اردوغان د سفر اهمیت

د ترکیې سیاسی کارپېژاندی ایران ته د خپل هېواد د ولسمشر وروستے سفر د سیمې او دواړو هېوادونو لپاره اهمیت لرونکے وبلۀ.

د ترکیې لیکوال او سیاسی شناندی جاهد قیلیچ په استنبول کښې د ترکی استنبولی رېډیو له خبریال سره په مرکه کښې تهران ته د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وروستی سفر د اهمیت په اړه وویل، په یقینی توګه دغه سفر به هم د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره او هم د ترکیې لپاره د دواړو ګاونډی هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو د نوی دور شروع کونکے ثابت.

جاهد قیلیچ زیاته کړه ترکیه او ایران دوه سیمه ایز قوتونه دی او د سیمې په بدلونونو کښې ټاکونکے کردار ادا کولې شی.

هغه وویل د سیمې ټولو بدخواهانو ته ثابته شوه چې هغه پلانونه چې د ایران او ترکیې دواړو هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو لپاره د امریکې او صهیونېسټ رژیم د جاسوسی ادارو لخوا برابر  کړې شوی وو اوس له ماتې سره مخامخ شوی دی.