تهران ته د رجب طیب اردوغان د سفر اهمیت
د ترکیې سیاسی کارپېژاندی ایران ته د خپل هېواد د ولسمشر وروستے سفر د سیمې او دواړو هېوادونو لپاره اهمیت لرونکے وبلۀ.
د ترکیې لیکوال او سیاسی شناندی جاهد قیلیچ په استنبول کښې د ترکی استنبولی رېډیو له خبریال سره په مرکه کښې تهران ته د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وروستی سفر د اهمیت په اړه وویل، په یقینی توګه دغه سفر به هم د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره او هم د ترکیې لپاره د دواړو ګاونډی هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو د نوی دور شروع کونکے ثابت.
جاهد قیلیچ زیاته کړه ترکیه او ایران دوه سیمه ایز قوتونه دی او د سیمې په بدلونونو کښې ټاکونکے کردار ادا کولې شی.
هغه وویل د سیمې ټولو بدخواهانو ته ثابته شوه چې هغه پلانونه چې د ایران او ترکیې دواړو هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو لپاره د امریکې او صهیونېسټ رژیم د جاسوسی ادارو لخوا برابر کړې شوی وو اوس له ماتې سره مخامخ شوی دی.