له برجامه د امریکې وتل به د ایټمي موافقې پاې وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i57987-له_برجامه_د_امریکې_وتل_به_د_ایټمي_موافقې_پاې_وي
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ګډ اقدام له جامع پروګرام (برجام) څخه د امریکې وتل به د دغې ایټمي موافقې د ختمیدو لامل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2017 12:12 Asia/Kabul
  • له برجامه د امریکې وتل به د ایټمي موافقې پاې وي

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ګډ اقدام له جامع پروګرام (برجام) څخه د امریکې وتل به د دغې ایټمي موافقې د ختمیدو لامل شي.

علي لاریجاني چې د نړیوالې بین المجالس اتحادیې په ۱۳۷ غونډه کښې د ګډون لپاره روسیې ته تللی، نن یې وویل: د ایټمي موافقې په وړاندې د امریکې غلیمانه دریځ د نړیوال ګډوډي سبب کیږي.

لاریجاني همداشان د روسیې د پارلیمان (دوما) له مشر ویاچسلاو ولودین او د روسي فیډریشن د شورا (سنا) له مشرې میرمن ولنټینا ماتوینکو سره په ملاقاتونو کښې هیله وښودله چې روسیه د ایټمي موافقې اړوندو روانو حالاتو په هواري کښې رول ولوبوي.

د ایران د پارلیمان مشر همداشان د برجام په لړ کښې د روسیې د خارجه وزیر سرګئي لاوروف د اقداماتو او مشارکتونو په شمول د دغه هیواد دریځونه ارزښتناک وبلل.

د نړیوالې بین المجالس اتحادیې پنځه ورځنۍ غونډه د نړۍ د څه باندې ۱۵۰ هیوادونو د پارلیماني پلاویو په ګډون له سبا څخه د روسیې په سن پيټرزبرګ ښار کښې پيلیږي.