لاریجانی روسیې ته د خپل سفر نتیجې وجاجولې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58247-لاریجانی_روسیې_ته_د_خپل_سفر_نتیجې_وجاجولې
د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر روسیې ته له درې ورځنی سفره د راستنېدو او د دغه سفر او په سن پېټرزبورګ کښې د بین المجالس اتحادیې د غونډې ترڅنګه د ترسره شویو کتنو د جاجونې په موقع وویل: په دغه غونډه کښې ګډون د مختلفو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره یوه مناسبه موقع رامنځته کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2017 08:10 Asia/Kabul
  • لاریجانی روسیې ته د خپل سفر نتیجې وجاجولې

د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر روسیې ته له درې ورځنی سفره د راستنېدو او د دغه سفر او په سن پېټرزبورګ کښې د بین المجالس اتحادیې د غونډې ترڅنګه د ترسره شویو کتنو د جاجونې په موقع وویل: په دغه غونډه کښې ګډون د مختلفو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره یوه مناسبه موقع رامنځته کړه.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې علی لاریجانی وویل: د دغه سفر یو مقصد د سیمې د امنیتی اتحادیې په غونډه کښې ګډون ؤ چې د سیمې حساسیت ته په پام سره په دغه غونډه کښې ګډون د نورو هېوادونو له استازیو سره د ګډو سلامشورو لپاره یو په موقع اقدام ؤ.

لاریجانی وویل:په بین المجالس غونډه کښې هم دې ته په پام سره چې دینی او قومی تنوع د بحرانونو لپاره یوه ذریعه ده مختلف مسائل وڅېړل شول.

د اسلامی شورا د جرګې مشر دا خبره څرګنده کړه چې دغه سفر یوه موقع وه چې د روسیې له چارواکو سره هم خبرې اترې وکړو. لاریجانی زیاته کړه له پیوټن سره د دواړو هېوادونو ترمېنځ د مهمو تړونونو او معاهدو په اړه د نظر تبادله وشوه.

د ایران د پارلېمان مشر وویل: زمونږ لپاره دا مهمه ده چې له روسیې سره زمونږ اقتصادی تعلقات پکار دی د سیاسی تعلقاتو په اندازه مخ په پراختیا وی.

لاریجانی له پیوټن سره د خپلو خبرو اترو د جزئیاتو په اړه وویل: پیوټن د آستانې خبرې اترې په نېکۍ سره یاد کړل او د دغه لارې د لا ژورتیا او په سیمه کښې د لا زیات امن د فضاء د رامنځته کولو لپاره یو لړ ټکی بیان کړل.

علی لاریجانی د سوریې په بحران کښې د ایران، ترکیې او روسیې د ملګرتیا په اړه هم وویل: زیاترو هېوادونو د سوریې د مشکلاتو په هواری کښې د ایران، ترکیې او روسیې ملګرتیا ښه وبلله او ځینو هېوادونو هم په دغه ترکیب  کښې د زیاتوالی غوښتنه وکړه.

لاریجانی د بین المجالس غونډې ترڅنګه د هېوادونو له مشرانو سره خپلو سلامشورو ته په اشارې سره وویل، په دغو کتنو کښې په مختلفو برخو کښې د دوو اړخیزو ملګرتیاو د مضبوطیه په لارو چارو د نظر تبادله وشوه.