دایران عاقلانه او نرم سیاست دامریکا اواروپاترمینځ د درزلامل شوی
دلبنان ولسمشر میشل عون نن په بیروت کې د ایران دریډیو اوټیلیویژن دادارې له مشر عبدالعلی علی عسګری سره په کتنې کې دامریکا دولسمشر دونالډ ټرمپ د دریځونو په وړاندې له جامعې ایټمی موافقې د نړیوالې تولنې ملاتړ ، د ایران اوډیپلوماسۍ لپاره ستر بریالیتوب وباله .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی،عون دغه راز هیله ښودلې ، داسلامی ایران په رغنده رول سره په سورئې کې دسیاسی بهیر په سم لور کاږلی،څو خپل هیواد ته سورئې دکډوالو دبیرته ستنیدا زمینه برابره شی .
دایران د ریډیو او ټیلیویژن ادارې علی عسګری هم په دغې کتنې کې میشل عون ته داسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای اود ولسمشر حسن روحانی ګرم سلام هم ورساوه او دغه راز ئې هیله وښودله هغه دې زر ایران ته په سفر ورشی .
هغه همداراز دتکفیری ترهه ګرۍ په وړاندې د لبنان د پوځ و مقاومت وروستی بریالیتوبونو به باب دلبنان حکومت او ملت ته مبارکی ووئیله .
علی عسګری دوشنبې په ورځې سورئې ته له سفره وروسته دلبنان له سیاسی چارواکو اوځینو رسانئی مسئولانو سره دلیدوکاتولپاره لبنان ته تللی دی .