په مسائلو ناسمه پوهه د سیمې د ستونزو سرچینه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د ستونزو په پیژندنه کښې غلطه ونډه په لویدیځه آسیا کښې د موجودو ستونزو سرچینه وبلله.
محمد جواد ظریف په تهران کښې د ایران او اړوندې سیمې نومې نړیوالې غونډې ته په یو پيغام کښې د سیمې د ستونزو د پيژندنې پوهه د مینځني ختیځ ترټولو مهمه ستونزه وبلله او ویې ویل: ناسمه پوهه او خبرتیا سبب شوې چې د سیمې د مشکلاتو د هواري لپاره غلط سیاستونه وړاندې شي.
ظریف په دې خبرې سره چې د سیمې ستونزو له نړیوالو مشکلاتو سرچینه اخیستې ده او پرې زیاتې شوې دي، وویل: د سیمې د مسائلو د هواري لپاره غلطو حل لارو په دې برخې کښې ګډوډ حالات لاسخت کړي دي.
ظریف د ایران اړونده او چاپیره سیمې د حیاتي ګټو لرونکې وبللې او څرګنده یې کړه: ایران په ولسي توب باندې د تکیې او ټینګار په وجه له امنیت او پرمختګه برخور دی او دا شیان له دننې څخه برابروي.
د ایران د ډیپلماسۍ د ارګان مشر همداشان د ایران او چاپيره سیمې نومې درې ورځنۍ نړیوالې غونډې ترسره کیدل د مینځني ختیځ په ستونزو له سمې پوهیدنې سره مرسته او په سیمه کښې د امن چاپیریال د رامینځته کولو لپاره د ضروري ملګرتیا موندنه وبلله.
محمد جواد ظریف زیاته کړه: ایران تل په خبرواترو، سیمه ایزې او نړیوالې ملګرتیا او هم له افراط پالنې سره په مبارزې ټینګار لري.
(ایران او اړونده او ګاونډي سیمې) نومې نړیواله غونډه له نن څخه په تهران کښې د د سیمې د مسائلو د یوشمیر کارپوهانو او د ایران د خارجه وزارت د سیاسي او نړیوالو څیړنو د دفتر او د تهران د علامه طباطبايي پوهنتون په ګډون د دریو ورځو په موده پيل شوه. دغه غونډه د مرکزي آسیا او قفقاز، افغانستان او فارس خلیج د دریو سیمو څیړنه کوي.