ایران له ترهه ګرۍ ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58494-ایران_له_ترهه_ګرۍ_ملاتړ_ته_هماغه_راز_دوام_ورکوی
داپه داسې حال کې دی چې سپاه پاسداران د سورئې اوعراق په رسمی بلنو سره په دغو هیوادونو کې له ترهه ګرو ډ لو سره دمبارزې لپاره له هغوی سره دسلاکارۍ مرستې ترسره کوی ، یو داسې اقدام چې هیڅکله هم ورځینی ډونالډ ټرمپ او دهغه سرغنې خوشاله نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2017 02:13 Asia/Kabul
  •   ایران  له ترهه ګرۍ  ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوی

داپه داسې حال کې دی چې سپاه پاسداران د سورئې اوعراق په رسمی بلنو سره په دغو هیوادونو کې له ترهه ګرو ډ لو سره دمبارزې لپاره له هغوی سره دسلاکارۍ مرستې ترسره کوی ، یو داسې اقدام چې هیڅکله هم ورځینی ډونالډ ټرمپ او دهغه سرغنې خوشاله نه دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ   دامریکا دولسمشر مرستیال  مایک پنس  یو ځل بیا بیګا  دایران اسلامی   جمهوریت په ضد  د دغه هیواد د چارواکو  د تپونکو  څرګندونوپه دوام کې  مدعی شوی ، ایران  له  ترهه ګرۍ ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوی او باید مخه ئې ونیول شی .

 هغه  زیاته کړې ، امریکا  به دایران بې ثباته کونکی  چلندونه ونه زغمی .

دامریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  داکتوبر په ۱۳ نیټه    دایران دملت په ضد   دچټی تورونو په تکرارولو  سره   له ترهه ګرۍ دایران   دملاتړ مدعی شوی  ؤ او دایران  داسلامی انقلاب  سپاه پاسداران ئې  چې   په سورئې اوعراق کې د واشنګټن ترملاتړ لااندې  له  تکفیری ترهه ګرو سره په مبارزې کې  اساسی رول لری ،   د نوو بندیزونو په لیسټ کې شامل  کړی دی .