دمقاومت چورلیز دامریکا ددسیسو په وړاندې ولاړ دی
-
که چیرې امریکا د ترهګرو ډلو په تیره بیا دداعش ډلې ملاتړ نه کولائ ټروریسټان به ډیر زر ختمیدل .
زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی ټینګار وکړ دمقاومت چورلیز هماغه راز دامریکا او دصهیونیزم د دسیسو په وړاندې ولاړ دی او دسیمې د هیوادونو د کمزوری کولو او ویشلو لپاره دهغوې له اقداماتو سره مقابله کوی .
علی اکبر ولایتی نن په تهران کښې دسوریې دبهرنیو چارو د وزیر له مرستیال فیصل مقداد سره دکتنې په څنګ کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل امریکا هماغه ډول چې په عراق کښې یې ماتی خوړلی ده په سوریې کښې به هم ماتی وخوری او له هغو هڅو سره سره چې امریکا یې د مقاومت دجبهې ترمینځ د تفرقې داچولو لپاره کوی دغه جبهه به ورځ تر بلې مقاومه شی .
په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی څو ورځې مخکې تهران ته دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د لوړرتبه پلاوی سفر او دغه راز ایران ته د عراق دلومړی وزیر حیدرالعبادی نږدې سفر ته په اشارې سره وویل دغه سفرونه چې په لنډ وخت کښې کیږی دسیمې د هیوادونو له اصلی سیاستونو سره دتوافق یعنی دسیمې د ملتونو او دقانونی حکومتونو دملاتړ لپاره دی او هغه به دوام ولری .
هغه دعراق دکردستان سیمې دبدلونونو په اړه هم وویل دعراق اکثره خلک او کردان دهیواد د ځمکنۍ بشپړتیا دساتلو او د ملی پیوستون او اتحاد غوښتونکی دی .
د سوریې دخارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد هم په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب د معظم لارښود له سلاکار علی اکبر ولایتی سره له کتنې وروسته له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې دسوریې بریالیتوبونه دایران داسلامی جمهوریت د پراخو ملاتړونو نتیجه ده وویل که چیرې امریکا د ترهګرو ډلو په تیره بیا دداعش ډلې ملاتړ نه کولائ ټروریسټان به ډیر زر ختمیدل .