پر یمن تیري کونکي ائتلاف د ایران خلاف خبرپاڼه خپره کړه
په یمن باندې تیري کونکي سعودي ائتلاف د ریاض په غونډه کښې د یوې بیانیې په صادرولو سره ادعا وکړه چې ایران باید له یمنیانو خپل توغندوي ملاتړونه بند کړي.
د یمن خلاف د سعودي د تیري ګر ائتلاف د غړو هیوادونو خارجه وزیرانو او د پوځ لویو درستیزانو پرون په ریاض کښې د خپلې غونډې په پاې کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه چې حوثیانو خپل توغندي له ایرانه ترلاسه کړي دي او د ایران د دې ملاتړونو مخه باید ونیوله شي.
تیري ګر سعودي ائتلاف همداشان د یمني ماشومانو د وژلو په وجه د ملګرو ملتو په تور لیسټ کښې د دغه ائتلاف د نوم شاملیدو ته په اشارې سره ادعا وکړه چې دغه رپورټونه د غلطو معلوماتو په اساس برابر شوي دي.
پر یمن د تیري کونکي سعوړدي ائتلاف لخوا د ایران خلاف ادعا په داسې حال کښې ده چې انګلیسي سرچینو څو ورځې مخکښې رپورټ ورکړ د روان ۲۰۱۷ کال په وړومبۍ نیمايي کښې پر سعودي عربستان د انګلستان د وسلو خرڅون له یو میلیارډ او سل میلیونو واوښته.
سعودي عربستان په دغو وسلو سره زرګوني یمني ملکیان وژلي او په دغه هیواد کښې یې میلیونونه کسان له لوږ ې او ناروغیو سره مخ کړي دي.