ایران له سوریې سره ملګرتیا ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59035-ایران_له_سوریې_سره_ملګرتیا_ته_چمتو_دی
ایرنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې دایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت به تر اخره د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ددفاع لپاره مقاومت وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2017 02:14 Asia/Kabul
  • دحلب لپاره د دښمانانو دسیسه له ماتي سره مخ شوه .
    دحلب لپاره د دښمانانو دسیسه له ماتي سره مخ شوه .

ایرنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې دایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت به تر اخره د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ددفاع لپاره مقاومت وکړی .

ولایتی  پرون  دحلب پوهنتون له مشرمصطفی افیونی  سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې ایران په ټولو زمینو کښې له سوریې سره ملګرتیا ته چمتو دی وویل دایران اسلامی جمهوریت په دفاعی برخه کښې په مشورې سربیره په علمی او بیا رغاونې زمینو کښې هم له سوریې سره مرسته کولای شی .

دحلب پوهنتون مشر مصطفی افیونی هم په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې دغه پوهنتون  دسوریې په کابو اوه (۷)کلن کړکیچ کښې حتی یوه(۱) ورځ هم نه دی چټی شوی وویل دحلب لپاره د دښمانانو دسیسه له ماتی سره مخ شوه .

دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا ، فرانسې ،انګلستان ، ترکیې ، اسرائیلو ، اردن ، قطر، متحده عربی اماراتو، بحرین ، کویت وغیره تر ملاتړ لاندې د ترهګرو په پراخ یرغل سره پیل شوی چې دسیمې معادلات دصهیونیسټ رژیم په ګټه بدل کړی خو دغو هیوادونو سخته ماتی خوړلی ده .