ایټمي وسلې د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59096-ایټمي_وسلې_د_بې_ثباتۍ_او_ناامنۍ_لامل_دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضيایف د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په تیره بیا د اقتصادي او علمي ملګرتیاو د لارو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2017 12:08 Asia/Kabul
  • ایټمي وسلې د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضيایف د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په تیره بیا د اقتصادي او علمي ملګرتیاو د لارو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.

د انرجۍ، ټرانزټ او څلوراړخیز کوریډور په برخو کښې ملګرتیا او د ایران، ازبکستان او افغانستان ترمینځ د ریلي ټرانسپورټ د ملګرتیاو د درې اړخیزې ډلې د جوړیدو هرکلی هم له ترهګرۍ سره مبارزه د ایران د خارجه وزیر او د ازبکستان د ولسمشر د ننۍ کتنې چورلیزونه وو.

د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون (په مرکزي آسیا کښې پایداره امنیت او پراختیا) نومې غونډه کښې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمینې سمرقند ته تللی دی.

هغه نن په دغه غونډه کښې په خپله وینا کښې د ایران سټراټیجي په سیمه کښې د سولې، ثبات او ارامښت په لړ کښې هلې ځلې او د ملګرتیا پراختیا او پیاوړتیا وبلله.

هغه د ایران د ګاونډي هیوادونو امنیت د ایران امنیت وباله او ویې ویل: د اسلامي ضده بهیرونو د بڼه نیونې د جرړو جاجونه د ترهګرۍ او تندلاریتوب له جرړو سره د موثرې او پریکنده مقابلې وارمخکښی شرط دی.

ښاغلي ظریف همداشان ټینګار وکړ چې ایران د ایټمي موافقې په کولو او د هغې (برجام) په اساس پرخپلو ټولو ژمنو باندې په عمل سره د ایټمي وسلو د نه خپرولو او ایټمي بې وسلې کونې په اصل باندې خپله پابندي ثابته کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان په سمرقند ښار کښې د په مرکزي آسیا کښې پایداره امنیت او د هغه پراختیا په نوم غونډه کښې زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې د دیني اعتقاداتو له مخې د ایټمي وسلو د جوړولو او کارولو مخالف دی بلکې باوري دی چې دا وسله خپله د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل ګرځي.

یاده غونډه نن په سمرقند ښار کښې د سیمې د هیوادونو د چارواکو او شخصیتونو په ګډون پيل شوې ده.