داروپا دریځونه د اټومی موافقې دکمزورتیا سبب کیږی
-
ایران تل له اټومي وسلو د پاک مینځني ختیځ د تفکر ملاتړ کړی دی .
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی وویل دتهران د اټومی پروګرام په باره کښې د خبرو په اړه د اروپا دریځونه د اټومی موافقې د کمزرتیا سبب کیږی ځکه چې دغه دریځونه دامریکا د اوسنی حکومت له دریځ څخه ملاتړ دی .
هغه پرون په ویانا کښې د اروپا دټولنې په غونډې کښې اټومی موافقې ته دایران په ژمنو ټینګار سره وویل دایران توغندوی یوازې د سپوږمکۍ یا د دودیزو خولیو د وړلو لپاره جوړ شوی دی او دفاعی اړخ لری او له دې کبله داسې موضوع نه ده چې په اړه یې له کوم هیواد سره خبرې وشي .
دایران دبهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی وویل ایران په مینځنی ختیځ کښې له اروپا سره ملګرتیا ته چمتو دی او که چیرې اروپا په سیمه کښې د خپل راتلونکی په اړه فکر کوی نو دمینځنی ختیځ دنویوحقیقتونو له منلو پرته بل هیڅ چاره نلری .
هغه د سیمې د ثبات او دامنیت دپراختیا په چوکاټ کښې داروپا او دایران دملګرتیا په اړه په هیلې سره وویل ایران تل له اټومی وسلو د پاک مینځنی ختیځ د تفکر ملاتړ کړی دی او اټومی وسلو ته د اسرائیلو د رژیم لاسرسی د سیمې لپاره ګواښ ګڼی .
کمال خرازی وویل له ترهګرو ډلو د فارس خلیج دځینو عربو هیوادونو په ملاتړ د لویدیځو هیوادونو سترګې پټول په مینځنی ختیځ کښې د ټروریسټانو دپرمختګ سبب شو او که چیرې له سوریې او عراق څخه د ایران ملاتړ نه وائ نن به دغه دواړه هیوادونه د داعش او النصره ترهګرو ډلو په لاس کښې وو .
کمال خرازی په سیمه کښې د ترهګرو ډلو زیږنځاې د سعودی عربستان وهابیت وباله او ټینګار یې وکړ د اروپا اوسنی امنیت دهغو زیاتو مادی او انسانی لګښتونو او سرشیندونو له کبله دی چې دایران اسلامی جمهوریت او دهغه ملګرو په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلوسره په مبارزې کښې کړی دی .