ایران د اروپايي اتحادیې لپاره ډیر معتبر انډیوال دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال وویل: تهران د اروپايي اتحادیې لپاره یو ډیر معتبر شریک دی او دا اتحادیه باید له ایران سره ملګرتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
اسحاق جهانګیري نن په تهران کښې د اروپايي اتحادیې د کرهڼې او کلیوالې پراختیا د کمشنر فِل هوګن په کتنه کښې په دې خبرې سره چې ایران ډیر ښه امنیت، ثبات او ارامښت لري، وویل: ایران او اروپايي اتحادیه خپلو پریمانه ظرفیتونو ته په پام سره د دوه اړخیزو ملګرتیاو لپاره د لس هاو میلیارډ ډالرو ګډې پروژې لري.
جهانګیري د ایران او د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا مخې ته ترټولو ستر خنډ د امریکې په تیره بیا د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) په وړاندې د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ فضا جوړونې وبللې او زیاته یې کړه: تهران تمه لري چې اروپايي اتحادیه په پریکنده توګه د هغو لورو په وړاندې ودریږي چې د برجام (ایټمي موافقې) د خلاف ورزۍ نیت لري.
د اسلامي ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال د دې ټکي په یادونې سره چې ایران په یوه حساسه سیمه کښې پروت دی، څرګنده کړه: د ځینو قدرتونو لخوا زیاتې هلې ځلې وشوې چې د سیمې امنیت او ارامښت د ترهګرو او تکفیري ډلو لخوا ګډوډ شي او د دې پيښو په بهیر کښې د سیمې د ځینو هیوادونو خلکو ته درانه تاوانونه هم ورسیدل.
هغه همداشان د موافقو د تعقیبونې لپاره په تهران کښې د اروپايي اتحادیې د دفتر د جوړولو لپاره د دغې اتحادیې د کرهڼې او کلیوالې ترقۍ د کمشنر وړاندیز ته په اشارې سره وویل چې په تهران کښې د اروپايي اتحادیې د دفتر جوړیدل د اړیکو په پراختیا کښې مرسته کوی شي.
په دغه کتنه کښې فل هوګن هم په دې خبرې سره چې برجام یوه داسې موافقه ده چې د ټولو په ګټه ده، ډاډ څرګند کړه چې اروپايي اتحادیه به د دې ایټمي موافقې په اجرا پابنده پاتې شي.
هغه همداشان د سوداګرۍ په نړیوال سازمان (WTO) کښې د شاملیدو لپاره د ایران له غوښتنې سره د اروپايي اتحادیې د ملاتړ په اعلانولو سره څرګنده کړه چې دغه اتحادیه د برجام د ختمولو لپاره په امریکا کښې د ډونلډ ټرمپ رول ردوي.