تهران هیڅکله د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي سیاست له مخې تهران هیڅکله د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې بهرام قاسمي نن له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په خبري غونډه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران تل په لبنان کښې د امنیت او ارامښت غوښتونکی دی، زیاته کړه چې د دغه هیواد د وزیراعظم سعد حریري استعفا خپله د دغه هیواد په خلکو پورې اړه لري.
قاسمي د ایران خلاف د عرب اتحادیې د فوري غونډې ترسره کولو لپاره د عربستان د غوښتنې په هکله د شوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: د عربستان لخوا دا ډول اقدامات نوي نه دي او آل سعود مشران د خپلو کورنیو او بهرنیو ستونزو او د پرله پسې ماتو په وجه هڅه کوي چې د ایران خلاف یوه اجماع رامینځته کړي.
هغه په لبنان کښې د نیابتي جنګ (پراکسي وار) د جوړولو لپاره د عربستان د تحرکاتو په هکله هم وویل: د فرضیې له مخې دریځنیونه نه شو کولی خو د ایران سیاست د هیوادونو په چارو کښې مداخله نه کول او د خبرواترو سپارښتنه ده.