عراقچی وایی د لویدیځې اسیا تسلیحاتی بهیر اندیښمنونکې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59270-عراقچی_وایی_د_لویدیځې_اسیا_تسلیحاتی_بهیر_اندیښمنونکې_دې
ښاغلی عراقچی د دې خبرې په کولو سره چی صیهونیسټ رژیم له ۸۵ تر ۴۰۰ پورې ایټمی خولۍ لری ، وویل له ایټمی وسلو دخالی مینځتی ختیځ ایډیا له اویایمې لسیزې په سیمه کې مطرح وه او ایران او مصر د دغې ایډیا بنسټ ایښودونکی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2017 10:19 Asia/Kabul
  • عراقچی وایی د لویدیځې اسیا تسلیحاتی بهیر اندیښمنونکې دې

ښاغلی عراقچی د دې خبرې په کولو سره چی صیهونیسټ رژیم له ۸۵ تر ۴۰۰ پورې ایټمی خولۍ لری ، وویل له ایټمی وسلو دخالی مینځتی ختیځ ایډیا له اویایمې لسیزې په سیمه کې مطرح وه او ایران او مصر د دغې ایډیا بنسټ ایښودونکی دی

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزیر د نړیوالو او حقوقی چارو مرستیال سید عباس عراقچی نن په تهران کې د اسیا د لویدیځ د سیمه ایز امنیت او تسلیحاتی بهیرونو په نړیوالو سیمینار کی وویل د اسیا په لویدیځ کې د وسلو تر ټولو ستر اخیستونکی عربستان ، قطر ، امارت او ترکیه دی چی له امریکا دغه وسلې اخلی .

عراقچی  وویل د اسیا لویدیځ د نړۍ د وسلو په تر ټولو ستر بازار بدل شوی دی  او په دغه سیمه کې هیوادونو ترمینځ د درندې تسلیحاتی سیالۍ شاهدان یو .

ښاغلی عراقچی د دې خبرې په کولو سره چی صیهونیسټ رژیم  له ۸۵ تر ۴۰۰ پورې ایټمی خولۍ لری ، وویل  له ایټمی وسلو دخالی مینځتی ختیځ ایډیا له اویایمې  لسیزې په سیمه کې مطرح  وه او ایران او مصر د دغې ایډیا بنسټ ایښودونکی دی ، په عین حال کی صیهونیسټ رژیم اصلی خنډ وو چی اجازه یې ورنکړه له ایټمی وسلو د خالی مینځنی ختیځ سیمه بڼه غوره کړی .

د ایران د خارجه وزیر مرستیال  د دې خبرې په کولو سره چی برجام داسې موافقه ده چی د نه خپریدا په حوزه کې شوی ده ، زیاته کړه  په سیمه کې دایټمی موافقې لپاره بل هیڅ جایګزین  یا ځای ناستې نشته دی .