د بهرنیو قدرتونو شتون سیمې لپاره هیڅ ګټه نده درلودلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59274-د_بهرنیو_قدرتونو_شتون_سیمې_لپاره_هیڅ_ګټه_نده_درلودلی
د اسلامی ایران ولسمشر جوته کړه دا چی په سیمه کې یو هیواد له صیهونیسټ رژیم وغواړی او ورته التماس وکړی چی دلبنان خلک بمبار کړی ، ډیره د شرم خبره ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2017 11:28 Asia/Kabul
  • د بهرنیو قدرتونو شتون سیمې لپاره هیڅ ګټه نده درلودلی

د اسلامی ایران ولسمشر جوته کړه دا چی په سیمه کې یو هیواد له صیهونیسټ رژیم وغواړی او ورته التماس وکړی چی دلبنان خلک بمبار کړی ، ډیره د شرم خبره ده .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی ډاکټر حسن روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د بهرنیو قدرتونو شتون د سیمې د خلکو په ګټه ندې ټینګار وکړ په سیمه کې د بهرنیو قدرتونود شتون نتیجه د وسلو د خرڅولو ، اختلاف اچولو او د تیلو له بیې سره د لوبې رونق دی .

ښاغلی روحانی نن د دولت د کابینې په غوڼډه کی دې ته په اشارې سره چی  هر وخت چی امریکایان سیمې ته راغلی دی ، نو سملاسی وروسته یې په سیمه کې د جنګ او تاوتریخوالی اور زیات شوی ، وویل  د بهرنیو قدرتونو په لاس وهنې سره په عراق ، افغانستان ، سوریې او یمن کې ستر جنګونه رامینځته شوی دی .

روحانی جوته کړه د یمن خلک څو کلونه کیږی چی د ناروغۍ ، بې وزلۍ او پرله پسې بمباریو له امله له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی  ، او په کوم علت یوه هیواد دغه ډول د یمن په بیګناه  خلکو دباو اچولی او هماغه راز خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی .

ده زیاته کړه د دغو جنایتونو په وړاندی ملګرو ملتو چوپتیا غوره کړی  او هیڅ پریکنده  دریځ نه غوره کوی او لویدیځ قدرتونه هم له دغه ډول جنایتونو ملاتړ کوی .

ښاغلی روحانی همداراز د لبنان په شان په خپلواکه هیواد کی ښکاره لاس وهنه په تاریخ کې کم ساری وبلله  او لاس وهونکیو ته یې په خطاب کی وویل تاسو څوک یو او په کوم قدرت په تکیې سره داسې اقدام ترسره کوئ ،  تصور وکړئ چی پیسې تر کومه کار جوړونکی کیدلې شی .

د اسلامی ایران ولسمشر جوته کړه دا چی په سیمه کې یو هیواد له صیهونیسټ رژیم وغواړی او ورته التماس وکړی چی دلبنان خلک بمبار کړی ، ډیره د شرم  خبره ده .

ډاکټر حسن روحانی ټینګار وکړ اسلامی ایران د مظلومان ملاتړی دی او  ایران دا نشی لیدلې چی ترهه ګر په بیګناه خلکو او مسلمانانو حمله وکړی .