د امریکې ایراني ضده اقدامات هیڅ قانوني حیثیت نه لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې په حقوقي برخه کښې د امریکې ایراني ضده ادعاوې هیڅ قانوني حیثیت نه لري.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف نن د ایران خلاف د امریکې اقداماتو ته په اشارې سره وویل: په حقوقي برخه کښې د ایران خلاف د امریکې ادعاوې هیڅ قانوني حیثیت نه لري او په همدې وجه د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه کامیاب پاتې شوی او له کاناډا پرته په نورو هیوادنو کښې یې د دغو احکامو د اجرا مخه نیولې ده.
ظریف په ۱۹۸۴ کال کښې د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو په لیسټ کښې د ایران د شاملولو په هکله د امریکې د حکومت سیاسي اقدام ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: په همهغه کال امریکې د عراق بعث رژیم د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو له لړلیکه وویسته او ایران یې پکښې شامل کړ چې دا د امریکایانو د دغه حرکت د سیاسي توب د اندازې ښودنه کوي.
د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو اوږد لړلیک په ۱۹۷۹ کال کښې په تهران کښې د امریکې د جاسوسۍ د ځالې (سفارت) د تسخیریدو پيښې ته ورګرځی.