د سوریې استازی دعربستان ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59368-د_سوریې_استازی_دعربستان_ادعا_رد_کړه
زمونږخبریال وایی دملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ په دریمې() کمیټۍ کښې د سوریې استازی امجد قاسم اقا د عربو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د ایران د لاسوهنې په اړه د سعودی عربستان د استازی ادعا رد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 03:11 Asia/Kabul
  • دمشق  له ترهګرو سره په مقابلې کښې له سوریې سره دمرستې لپاره د ایران دځواکونو قدرونه کوي .
    دمشق له ترهګرو سره په مقابلې کښې له سوریې سره دمرستې لپاره د ایران دځواکونو قدرونه کوي .

زمونږخبریال وایی دملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ په دریمې() کمیټۍ کښې د سوریې استازی امجد قاسم اقا د عربو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د ایران د لاسوهنې په اړه د سعودی عربستان د استازی ادعا رد کړ .

هغه د سعودی  عربستان د استازی عبدالله المعلمی تورونو ته په ځواب کښې چې په سوریې کښې دایران شتون یې په خپل ګمان له ترهګرۍ ملاتړ بللی وو وویل په سوریې کښې دایران دځواکونو شتون قانونی او د ګډې دفاع لپاره دی .

دملګروملتونو  د عمومی اسمبلۍ په دریمې(۳) کمیټۍ کښې دسوریې استازی امجد قاسم اقا د ایران او دسوریې د اړیکو په ښو بللو سره وویل سوریه له روسیې سره هم ښې اړیکې لری او دواړه هیوادونه له داعش او النصره ترهګرو ډلو سره چې سعودی عربستان  ورسره مالی او پوځی مرستې کوی د مقابلې لپاره ملګرتیا کوی .

هغه وویل د ایران داسلامی جمهوریت ، روسیې او دسوریې ملګرتیا له داعش او ترهګرۍ سره دمقابلې لپاره ده او دمشق په دغه ملګرتیا ویاړ کوی .

 امجد قاسم اقا وویل دمشق  له ترهګرو سره په مقابلې کښې له سوریې سره دمرستې لپاره د ایران دځواکونو قدرونه کوی .