اروپايي اتحادیې ته د ایران صادرات له اوو میلیارډ يورو واوښتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59431-اروپايي_اتحادیې_ته_د_ایران_صادرات_له_اوو_میلیارډ_يورو_واوښتل
د برجام په اجرايي کیدو سره د اروپايي اتحادیې د غړو په شمول نورو هیوادونو سره د ایران تجارتي اړیکې ډیرې ښې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2017 10:44 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیې ته د ایران صادرات له اوو میلیارډ يورو واوښتل

د برجام په اجرايي کیدو سره د اروپايي اتحادیې د غړو په شمول نورو هیوادونو سره د ایران تجارتي اړیکې ډیرې ښې شوې دي.

    له ایران څخه د اروپايي اتحادیې واردات د روان ۲۰۱۷ کال په اولو نهو میاشتو کښې د تیر کال د ورته مودې په پرتله په ۱۰۷ سلنه ودې سره اوه میلیارډ او دوه سوه دوه پنځوس میلیون یورو ته ورسیدل.

تسنیم خبري آژانس د اروپايي کمیشن د خبري سایټ له قوله لیکلي چې له ایران سره د اروپايي اتحادیې سوداګریزې راکړې ورکړې هم دروان میلادي کال په وړومبیو نهو میاشتو کښې ۶۲ فیصده زیاتې شوې دي.

د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ میاشت کښې د ایټمي موافقې یا برجام په اجرايي کیدو سره د اروپايي اتحادیې د غړو په شمول نورو هیوادونو سره د ایران تجارتي اړیکې ډیرې ښې شوې دي.