دسیمې د مشکلاتو حل د اسرائیلو دسیاست نه پیروی کول دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59531-دسیمې_د_مشکلاتو_حل_د_اسرائیلو_دسیاست_نه_پیروی_کول_دی
زمونږخبریال وایی دایران دباندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی دسیمې اوسنی مشکلات د سعودی عربستان د شاته پاتې سیاستونو نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ ددغو مشکلاتو حل لاره دصهیونیسټ رژیم دسیاستونو پیروی نه کول ، د زوروینې ختمیدل ، له ترهګرو سره د مرستې نه کول او دسیمې دحکومتونو او دملتونو دغوښتنې منل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 13:20 Asia/Kabul
  • ایران له عربستان څخه غواړي په لبنان ، قطر او ټولې سیمې  د دباو سیاست پاې ته ورسوي .
    ایران له عربستان څخه غواړي په لبنان ، قطر او ټولې سیمې د دباو سیاست پاې ته ورسوي .

زمونږخبریال وایی دایران دباندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی دسیمې اوسنی مشکلات د سعودی عربستان د شاته پاتې سیاستونو نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ ددغو مشکلاتو حل لاره دصهیونیسټ رژیم دسیاستونو پیروی نه کول ، د زوروینې ختمیدل ، له ترهګرو سره د مرستې نه کول او دسیمې دحکومتونو او دملتونو دغوښتنې منل دی .

بهرام قاسمی نن په قاهرې  کښې دعربو اتحادیې د غونډې پاییزې بیانیې ته په غبرګون کښې وویل سعودی عربستان په سیمه کښې د داخلی اختلافاتو د  زیاتولو لپاره دصهیونیسټ رژیم د سیاستونو په اجرا کولو ، د اسلامی امت د اصلی موضوع په توګه د فلسطین دنیواک له دوام څخه د اسلامی حکومتونو او دملتونو په انحرافولو او په پراخو سیاسی او تبلیغاتی فضا جوړولو او د دباونو په اعمالولو سره بریالی شو دعربو د خارجه وزیرانو په نوم ټوله دروغجنه او تحریف شوی بیانیه خپره کړی .

دایران دبهرنیو چارو  د وزارت ویندوی بهرام قاسمی ډاګینه کړه سعودی عربستان ددا ډول بیانیو  دنتیجې د ورکولو لپاره باید زر ترزره په یمن کښې د بې ګناه خلکو پرضد څاروی ډوله یرغل پاې ته ورسوی چې د یمن ملکی خلک او په تیره بیا ماشومان او ښځې ددغو کینو قربانی نشی .

هغه وویل ایران له عربستان څخه غواړی په لبنان ، قطر او ټولې سیمې  د دباو سیاست پاې ته ورسوی او په بحرین باندې د لشکرکشۍ په ختمولو سره اجازه ورکړی ددغه هیواد خلک له یوبل سره خبرې وکړی او د روان کړکیچ دحل لپاره یوه(۱) صلح ایزه حل لاره پیدا کړی .

دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی دتهران سیاست دسیمې له هیوادونو سره د ښو اړیکو ، له ترهګرۍ سره د پراخې مبارزې او د کړکیچونو له حل سره دمرستې او په سیمې کښې صلحې او د ثبات د اعادې پراساس وباله او جوته یې کړه له بده مرغه دغه هڅې د سعودی عربستان له کارړنګونو ، نښتو او د اختلافاتو د زیاتولو له سیاست سره مخ شوی دی او ددغو هڅو کامل نتیجې توب ځنډیدلی دی .