سعودی عربستان په سیمه کښې دشرارت چورلیز دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59541-سعودی_عربستان_په_سیمه_کښې_دشرارت_چورلیز_دی
زمونږخبریال وایی دایران دقضایی قوې مشر ایت الله صادق املی لاریجانی سعودی عربستان په سیمه کښې د شرارت چورلیز وباله او دسیمې د خلکو په ډیر وحدت او یوزړه توب سره دامریکا او دهغې دملګرو عربو هیوادونو د فساد رامینځته کولو او دسپیرو پلانونو په وړاندې دمقاومت پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 14:35 Asia/Kabul
  •  دامریکا په شمول لویدیځ هیوادونه دیمن دخلکو پرضد دجنایتونو ملاتړ کوي .
    دامریکا په شمول لویدیځ هیوادونه دیمن دخلکو پرضد دجنایتونو ملاتړ کوي .

زمونږخبریال وایی دایران دقضایی قوې مشر ایت الله صادق املی لاریجانی سعودی عربستان په سیمه کښې د شرارت چورلیز وباله او دسیمې د خلکو په ډیر وحدت او یوزړه توب سره دامریکا او دهغې دملګرو عربو هیوادونو د فساد رامینځته کولو او دسپیرو پلانونو په وړاندې دمقاومت پرضرورت ټینګار وکړ .

لاریجانی نن دقضایی قوې دلوړرتبه چارواکو په غونډې کښې دیمن دخلکو حالت ته په اشارې سره وویل د سعودی عربستان لخوا دیمن دمظلوم ملت بې رحمانه وژله  د جنګی جنایت ښکاره مصداق دی او د ملګروملتونو او د نړیوالو ادارو له اعتراف سره سم ددغه هیواد د کلابندۍ نتیجه د بشریت پرضد جنایت او انسانی غمیزه ده .

د ایران دقضایی قوې مشر ایت الله صاق املی لاریجانی په یمن کښې د عربستان دجنایتونو په وړاندې د بشری حقوقو د ادعا کونکو موسسو چپتیا ته په اشارې سره وویل دامریکا په شمول لویدیځ هیوادونه دیمن دخلکو پرضد دجنایتونو ملاتړ کوی او په عربستان د ډیرو  وسلو خرڅول دامریکا لخوا ددغو پیښو د رامینځته کولو ثبوت دی .