سعودی عربستان په سیمه کښې دشرارت چورلیز دی
-
دامریکا په شمول لویدیځ هیوادونه دیمن دخلکو پرضد دجنایتونو ملاتړ کوي .
زمونږخبریال وایی دایران دقضایی قوې مشر ایت الله صادق املی لاریجانی سعودی عربستان په سیمه کښې د شرارت چورلیز وباله او دسیمې د خلکو په ډیر وحدت او یوزړه توب سره دامریکا او دهغې دملګرو عربو هیوادونو د فساد رامینځته کولو او دسپیرو پلانونو په وړاندې دمقاومت پرضرورت ټینګار وکړ .
لاریجانی نن دقضایی قوې دلوړرتبه چارواکو په غونډې کښې دیمن دخلکو حالت ته په اشارې سره وویل د سعودی عربستان لخوا دیمن دمظلوم ملت بې رحمانه وژله د جنګی جنایت ښکاره مصداق دی او د ملګروملتونو او د نړیوالو ادارو له اعتراف سره سم ددغه هیواد د کلابندۍ نتیجه د بشریت پرضد جنایت او انسانی غمیزه ده .
د ایران دقضایی قوې مشر ایت الله صاق املی لاریجانی په یمن کښې د عربستان دجنایتونو په وړاندې د بشری حقوقو د ادعا کونکو موسسو چپتیا ته په اشارې سره وویل دامریکا په شمول لویدیځ هیوادونه دیمن دخلکو پرضد دجنایتونو ملاتړ کوی او په عربستان د ډیرو وسلو خرڅول دامریکا لخوا ددغو پیښو د رامینځته کولو ثبوت دی .