د داعش ماتې د نړیوالو لپاره امنیت رامینځته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59573-د_داعش_ماتې_د_نړیوالو_لپاره_امنیت_رامینځته_کوي
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران په ملګرتیا او د عراق او سوریې د ولسونو په پایدارۍ سره د داعش ترهګرې ډلې خاتمه د ټولو نړیوالو په تیره بیا د سیمې د هیوادونو لپاره امنیت او ثبات رامینځته کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2017 08:54 Asia/Kabul
  • د داعش ماتې د نړیوالو لپاره امنیت رامینځته کوي

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران په ملګرتیا او د عراق او سوریې د ولسونو په پایدارۍ سره د داعش ترهګرې ډلې خاتمه د ټولو نړیوالو په تیره بیا د سیمې د هیوادونو لپاره امنیت او ثبات رامینځته کوي.

علي لاریجاني چې نن سهار د آسیايي پارلیمانونو په ټولنه کښې د ګډون لپاره د یو لوړرتبه پارلیماني پلاوي په مشرۍ د ترکیې استنبول ته تللی، زمونږ خبریال ته په مرکه کښې وویل: کوم اقدامات چې په دې وروستیو کلونو کښې د ایران په چورلیزتوب سره له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې ترسره شول، ترهګرو ته یې ډیر سخت ګوذار ورکړی دی.

لاریجاني په سوریې او عراق کښې له داعش سره په مبارزه کښې وروستۍ بریاوې د ایران لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه: کابو شپږ کاله کیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت په ځینو سیمو کښې حتی په یوازې سر له داعش سره د مبارزې ذمه واري په غاړه لري او وړومبی خو ډیرو هیوادونو په دې کار اعتراض درلود خو نن سبا ټولو منلې ده چې ایران له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د مخکښ رول لوبوي.

ښاغلي لاریجاني د آسیايي پارلیمانونو په ټولنه کښې د څلویښتو هیوادونو غړیتوب او همداشان د څارونکي په توګه د لسو نړیوالو ارګانونو شتون ته په اشارې سره څرګنده کړه: د آسیا موقعیت او د دې لوې وچې راتلونکي ته په پام سره دا ټولنه په اقتصادي پرمختګ، د غړو ترمینځ د همپالنې په رامینځته کولو او د سیمې د ستونزو په هواري کښې ډیره مرسته کولی شي.