سوچي ښار کښې د ایران او روسیې پوځي مشرانو سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59577-سوچي_ښار_کښې_د_ایران_او_روسیې_پوځي_مشرانو_سره_وکتل
دغه دوه اړخیزه کتنه د ایران، روسیې او ترکیې د پوځونو د لویو درستیزانو له درې اړخیزې غونډې مخکښې ترسره شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2017 09:26 Asia/Kabul
  • سوچي ښار کښې د ایران او روسیې پوځي مشرانو سره وکتل

دغه دوه اړخیزه کتنه د ایران، روسیې او ترکیې د پوځونو د لویو درستیزانو له درې اړخیزې غونډې مخکښې ترسره شوه.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال محمد باقري نن سهار په سوچي کښې د روسیې د پوځ له لوې درستیز والري ګراسیموف سره کتلي او د سوریې د موضوع او د سیمه ایزو بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

دغه دوه اړخیزه کتنه د ایران، روسیې او ترکیې د پوځونو د لویو درستیزانو له درې اړخیزې غونډې مخکښې ترسره شوه.

جنرال محمد باقري پرون د یو لوړرتبه پوځي پلاوي په مشرۍ د ترکیې، روسیې او ایران د پوځونو د لویو درستیزانو په درې اړخیزه غونډه کښې د ګډون په موخه د روسیې سوچي ښار ته تللی دی.