بسیج دایران دملت اودسیمې داسلامی امت دمقاومت بیلګه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59703-بسیج_دایران_دملت_اودسیمې_داسلامی_امت_دمقاومت_بیلګه_دی
ایران هماغه راز دسعودی عربستان په وړاندې زغم ته دوام ورکوی ،ځکه چې نه غواړی ، له سعودیانو سره نیغ په نیغه مقابله وکړی ، بلکې هغوی ته سپارښتنه کوی له دغو کارونو لاس واخلی ،ځکه د اسلامی انقلاب په مقابلې جبهې کې په دریدو سره به دخپلو اقداماتو نتیجې ترلاسه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2017 09:57 Asia/Kabul
  • بسیج دایران دملت اودسیمې داسلامی امت دمقاومت بیلګه دی

ایران هماغه راز دسعودی عربستان په وړاندې زغم ته دوام ورکوی ،ځکه چې نه غواړی ، له سعودیانو سره نیغ په نیغه مقابله وکړی ، بلکې هغوی ته سپارښتنه کوی له دغو کارونو لاس واخلی ،ځکه د اسلامی انقلاب په مقابلې جبهې کې په دریدو سره به دخپلو اقداماتو نتیجې ترلاسه کړی .

 زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری  نن  په تهران کې په خبری غونډې کې  د دسمیې دشرائطو په بیانولو سره ووئیل ،  دلبنان حزب ا.... ولسی  مبارز غورځنګ    نن سبا دخپل قدرت په بسیج کولو سره  ، داسرائیلو په وړاندې خپل ځان   ساتی  او که  په سورئې کې  ولسی غونډیدا  او ځواک جوړ شوی نه وائ ،نو  دغه هیواد به ټوټې ټوټې شوی ؤ .

 داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک  عمومی قوماندان   ددې خبرې په کولو سره چې  په سیمې کې  د داعش تفکیری ترهه ګرې ډلې  یوازې حاکمیّت  نابود شوی دی ، ووئیل ،  داعش ډله  دافغانستان پشمول  په بیلابیلو هیوادونو کې د په چریکی ډلو اوپه پټنځایونو کې شتون لری  ،نو ځکه   د هغوی له دسیسو سره   مقابله دسپاه پاسدارانو  په ایجنډا کې هماغه راز شته  .

  هغه همداراز ،  دایران او دلبنان دحزب ا.... ولسی مبارز غورځنګ  په ضد دسعودی عربستان  غلیمانه کړنو  په باب  هم ووئیل ،  ایران هماغه راز   دسعودی عربستان  په وړاندې   زغم ته دوام ورکوی  ،ځکه  چې  نه  غواړی ، له  سعودیانو سره  نیغ په نیغه مقابله  وکړی ، بلکې  هغوی ته سپارښتنه کوی  له دغو کارونو لاس واخلی ،ځکه  د اسلامی انقلاب   په مقابلې جبهې کې  په دریدو سره به  دخپلو اقداماتو نتیجې ترلاسه کړی .

داپه  داسې حال کې د ي  د اسلامی ایران دپوځ  لوئ درستیز  سردار تورن جنرال  محمد باقری هم  نن د داعش د تش په  نامه خلافت  ددړ ې وړې کیدا  او داسلامی مقاومت دجبهې  په پرتمین بریالیتوب  پسې  دایران د درستو قواؤ  کمانډرانچیف  او د اسلامی انقلاب  معظم لارښود ته دمبارکۍ په وئیلو سره  روښانه کړې ،  که  څه هم   د داعش د  باؤ پاي ته رسیدا،   دامریکا  او  دسپينې ماڼۍ دسیمه ایزو اوله سیمې د ورآخوا  ملاتړو  دنجسې سلطې  د دړې وړې کیدا ځيری ورکوي ، خو  د درستو قواؤ دکمانډر انچیف  سټراټژیکو ټکو ،  دایران  وسلوالو ځواکونو په وړاندې   دیوه ضرورت او نه  انکاریدونکي  لومړیتوب  په څير  د دښمن  په وړاندې د هوښیارتیا اوځيرتیا  ضرورت انځور کړی دی .