بسیج دایران دملت اودسیمې داسلامی امت دمقاومت بیلګه دی
ایران هماغه راز دسعودی عربستان په وړاندې زغم ته دوام ورکوی ،ځکه چې نه غواړی ، له سعودیانو سره نیغ په نیغه مقابله وکړی ، بلکې هغوی ته سپارښتنه کوی له دغو کارونو لاس واخلی ،ځکه د اسلامی انقلاب په مقابلې جبهې کې په دریدو سره به دخپلو اقداماتو نتیجې ترلاسه کړی .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری نن په تهران کې په خبری غونډې کې د دسمیې دشرائطو په بیانولو سره ووئیل ، دلبنان حزب ا.... ولسی مبارز غورځنګ نن سبا دخپل قدرت په بسیج کولو سره ، داسرائیلو په وړاندې خپل ځان ساتی او که په سورئې کې ولسی غونډیدا او ځواک جوړ شوی نه وائ ،نو دغه هیواد به ټوټې ټوټې شوی ؤ .
داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک عمومی قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې په سیمې کې د داعش تفکیری ترهه ګرې ډلې یوازې حاکمیّت نابود شوی دی ، ووئیل ، داعش ډله دافغانستان پشمول په بیلابیلو هیوادونو کې د په چریکی ډلو اوپه پټنځایونو کې شتون لری ،نو ځکه د هغوی له دسیسو سره مقابله دسپاه پاسدارانو په ایجنډا کې هماغه راز شته .
هغه همداراز ، دایران او دلبنان دحزب ا.... ولسی مبارز غورځنګ په ضد دسعودی عربستان غلیمانه کړنو په باب هم ووئیل ، ایران هماغه راز دسعودی عربستان په وړاندې زغم ته دوام ورکوی ،ځکه چې نه غواړی ، له سعودیانو سره نیغ په نیغه مقابله وکړی ، بلکې هغوی ته سپارښتنه کوی له دغو کارونو لاس واخلی ،ځکه د اسلامی انقلاب په مقابلې جبهې کې په دریدو سره به دخپلو اقداماتو نتیجې ترلاسه کړی .
داپه داسې حال کې د ي د اسلامی ایران دپوځ لوئ درستیز سردار تورن جنرال محمد باقری هم نن د داعش د تش په نامه خلافت ددړ ې وړې کیدا او داسلامی مقاومت دجبهې په پرتمین بریالیتوب پسې دایران د درستو قواؤ کمانډرانچیف او د اسلامی انقلاب معظم لارښود ته دمبارکۍ په وئیلو سره روښانه کړې ، که څه هم د داعش د باؤ پاي ته رسیدا، دامریکا او دسپينې ماڼۍ دسیمه ایزو اوله سیمې د ورآخوا ملاتړو دنجسې سلطې د دړې وړې کیدا ځيری ورکوي ، خو د درستو قواؤ دکمانډر انچیف سټراټژیکو ټکو ، دایران وسلوالو ځواکونو په وړاندې دیوه ضرورت او نه انکاریدونکي لومړیتوب په څير د دښمن په وړاندې د هوښیارتیا اوځيرتیا ضرورت انځور کړی دی .