عربستان باید ددیکتاتورانو د برخلیک په اړه غور وکړی
-
ریاض باید په دوراندیشۍ ، او دخپل مسوولیت او ګټو پراساس په سم ډول او له تعصب او له هرډول زیل پرته دسیمې حقیقتونه ومني .
زمونږخبریال وایی دایران د بهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی د تهران د چارواکو په اړه د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ګستاخیو(سپین سترګی توب )ته په ځواب کښې وویل دسعودی عربستان ماجراغواړی ولیعهد د سیمې د دیکتاتورانو دختم شوی برخلیک په اړه غور وکړی .
دسعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې یو(۱) بې منطقه ،دیکتاتور ، سرزوری او د ترهګرو ډلو ستر ملاتړی او دامریکا او داسرائیلو ستر ګوډاګی دی دامریکا له «نیویارک ټایمز »ورځپاڼې سره په مرکه کښې چې په مینځنی ختیځ کښې د ریاض دسیاستونو او تګلارو په ماتی دهغه د سخت غصه کیدا ښودنه یې کوله د ایران دحکومتی چارواکو په اړه سپکې خبرې وکړې .
دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل دسعودی عربستان د ماجرا غواړی ولیعهد محمد بن سلمان غلطیانو چې ترټولو نوی تیروتنه یې دلبنان په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې رسوای وه د عربستان دودیز ملاتړی هیوادونه هم په هڅې کښې اچولی دی .
بهرام قاسمی وویل د سعودی عربستان د ولیعهد ناسنجول شوی ، سپکې او چټی څرګندونې سبب شوی دی چې په نړۍ او نړیوال ډګر کښې دهغه څرګندونو ته څوک اهمیت ورنکړی .
دایران اسلامی جمهوریت په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان هماغه راز په سیمه کښې د تیرو کلونو له غلطۍ ډک، ډیر لګښته او بې نتیجې کړچار تعقیبوی ویلی دی ریاض باید په دوراندیشۍ ، او دخپل مسوولیت او ګټو پراساس په سم ډول او له تعصب او له هرډول زیل پرته دسیمې حقیقتونه ومنی .