عربستان باید ددیکتاتورانو د برخلیک په اړه غور وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59799-عربستان_باید_ددیکتاتورانو_د_برخلیک_په_اړه_غور_وکړی
زمونږخبریال وایی دایران د بهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی د تهران د چارواکو په اړه د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ګستاخیو(سپین سترګی توب )ته په ځواب کښې وویل دسعودی عربستان ماجراغواړی ولیعهد د سیمې د دیکتاتورانو دختم شوی برخلیک په اړه غور وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2017 01:36 Asia/Kabul
  • ریاض باید په دوراندیشۍ ، او دخپل مسوولیت او ګټو پراساس په سم ډول او له تعصب او له هرډول زیل پرته دسیمې حقیقتونه ومني .
    ریاض باید په دوراندیشۍ ، او دخپل مسوولیت او ګټو پراساس په سم ډول او له تعصب او له هرډول زیل پرته دسیمې حقیقتونه ومني .

زمونږخبریال وایی دایران د بهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی د تهران د چارواکو په اړه د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ګستاخیو(سپین سترګی توب )ته په ځواب کښې وویل دسعودی عربستان ماجراغواړی ولیعهد د سیمې د دیکتاتورانو دختم شوی برخلیک په اړه غور وکړی .

دسعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې یو(۱) بې منطقه ،دیکتاتور ، سرزوری او د ترهګرو ډلو ستر ملاتړی او دامریکا او داسرائیلو ستر ګوډاګی  دی دامریکا له «نیویارک ټایمز »ورځپاڼې سره په مرکه کښې چې په  مینځنی ختیځ کښې د ریاض دسیاستونو او تګلارو په ماتی دهغه د سخت غصه کیدا ښودنه یې کوله د ایران دحکومتی چارواکو په اړه سپکې خبرې وکړې .

دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل دسعودی عربستان د ماجرا غواړی ولیعهد محمد بن سلمان غلطیانو چې ترټولو نوی تیروتنه یې دلبنان په کورنیو چارو کښې  د لاسوهنې رسوای وه د عربستان دودیز ملاتړی هیوادونه هم په هڅې کښې اچولی دی .

بهرام قاسمی وویل د سعودی عربستان د ولیعهد ناسنجول شوی ، سپکې او چټی څرګندونې سبب شوی دی چې په نړۍ  او نړیوال ډګر کښې دهغه څرګندونو ته څوک  اهمیت ورنکړی .

دایران اسلامی جمهوریت په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان هماغه راز په سیمه کښې د تیرو کلونو له غلطۍ ډک، ډیر لګښته او بې نتیجې کړچار تعقیبوی ویلی دی ریاض باید په دوراندیشۍ ، او دخپل مسوولیت او ګټو پراساس په سم ډول او له تعصب او له هرډول زیل پرته دسیمې حقیقتونه ومنی .