د داعش ماته استکبار نویو دسیسو ته مجبوروی
ایت ا... محمود هاشمی شاهرودی نن په عراق او سوریه کې د داعش د ترهه ګرې ډلې په وړاندی د مقاومت جبهې د بریالیتوب په مبارکی ویلو سره جوته کړه د عراق او سوریې خلک او حکومتونه باید د امریکا او صیهونیسټ رژیم له دسیسو غافله نشی
د ایران د نظام د مصلحت پیژندونکی ټولنې مشر ایت ا... شاهرودی د نړیوال استکبار د دسیسو په اړه د ځیرتیا په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل چی د داعش د ترهه ګرې ډلې ماته به استکبار نویو دسیسو جوړولو ته مجبوره کړی .
ایت ا... محمود هاشمی شاهرودی نن په عراق او سوریه کې د داعش د ترهه ګرې ډلې په وړاندی د مقاومت جبهې د بریالیتوب په مبارکی ویلو سره جوته کړه د عراق او سوریې خلک او حکومتونه باید د امریکا او صیهونیسټ رژیم له دسیسو غافله نشی ، که څه هم د مقاومت جبهه به په دغو دسیسو په غلبې کې هم بریالی شی .
د ایران د سپاه د قدس ځواک قوماندان جنرال سلیمانی د تیرې اونۍ په نهې ورځ د رهبرۍ ستر مقام ته په یوه لیک کی د داعش د شجره خبیثه د سلطې پایه اعلان او د دغه ستر بریالیتوب په مناسبت یې حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای او اسلامی نړۍ ته مبارکی وویله .