په جامعې ایټمی موافقې هیڅ خبرې نه کیږی
دایران خارجه وزیر دمینځنی ختیځ سیمې دمسئلو په باب د خارجه وزیرانو دخبرواترو دچورلیزونو په باب هم زیاته کړې ، حقیقت دادی چې داعش په پوځی ډګر کې ماته خوړلې ده ،خو ضرورِی ده چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې پر داعشی تفکر هم سخت ګوزارونه وشی .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دایټالیاپلازمینې روم چامپینو هوائی دګر ته درسیدو په وخت دخبریالانو په ټول کې روښانه کړې ، دمدیترانې خبرو اترو په نړیوال کنفرانس کې دحاضرو خارجه وزیرانو دخبرواترو اصلی چورلیزونه به ، ، دمینځنی ختیځ ډیر خطرناک شرائط او همداراز د جامعې ایټمی موافقې په باب بحث او خبرې اترې وی .
جواد ظریف دمدیترانې دچارو دخبرواترو په نړیوال کنفرانس کې دجامعې ایټمی موضوع د مطرح کیدا په باب هم ووئیل ، په جامعې ایټمی موافقې به نه یوازې خبرې اترې ونه شی ، بلکې هماغه ډول چې داسلامی انقلاب معظم لا رښود هم فرمائیلی دی ، باید په لازیاتو عملی اقداماتو سره عملی شی .
دایران خارجه وزیر دمینځنی ختیځ سیمې دمسئلو په باب د خارجه وزیرانو دخبرواترو دچورلیزونو په باب هم زیاته کړې ، حقیقت دادی چې داعش په پوځی ډګر کې ماته خوړلې ده ،خو ضرورِی ده چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې پر داعشی تفکر هم سخت ګوزارونه وشی .
جواد ظریف ټینګار کړی ، ترهه ګر باید دکلتوری ،آئیډیالوجیک او سیاسی او دمالی بحثونو دلیدتوګې له پلوه هم وګواښل شی او ترهه ګرو ته دوسلو اومالی سرچینو درسیدو مخه ونیول شی .
دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر دمدیترانې دچارو دخبرواترو په دریم نړیوال کنفرانس کې دګډون اووینا لپاره د ایتالیا دخارجه وزیر آنچلینو آلفانو په رسمې بلنې سره نن ایټالیا ته تللی دی .