په جامعې ایټمی موافقې هیڅ خبرې نه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60213-په_جامعې_ایټمی_موافقې_هیڅ_خبرې_نه_کیږی
دایران خارجه وزیر دمینځنی ختیځ سیمې دمسئلو په باب د خارجه وزیرانو دخبرواترو دچورلیزونو په باب هم زیاته کړې ، حقیقت دادی چې داعش په پوځی ډګر کې ماته خوړلې ده ،خو ضرورِی ده چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې پر داعشی تفکر هم سخت ګوزارونه وشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2017 14:28 Asia/Kabul
  • په جامعې ایټمی موافقې  هیڅ خبرې نه کیږی

دایران خارجه وزیر دمینځنی ختیځ سیمې دمسئلو په باب د خارجه وزیرانو دخبرواترو دچورلیزونو په باب هم زیاته کړې ، حقیقت دادی چې داعش په پوځی ډګر کې ماته خوړلې ده ،خو ضرورِی ده چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې پر داعشی تفکر هم سخت ګوزارونه وشی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  دایټالیاپلازمینې  روم  چامپینو  هوائی دګر ته درسیدو په وخت  دخبریالانو په ټول کې روښانه کړې ، دمدیترانې خبرو اترو په نړیوال کنفرانس کې دحاضرو خارجه وزیرانو  دخبرواترو  اصلی چورلیزونه به   ،  ، دمینځنی ختیځ  ډیر خطرناک شرائط او  همداراز د جامعې ایټمی موافقې په باب   بحث او  خبرې اترې وی .

 جواد ظریف  دمدیترانې  دچارو  دخبرواترو  په نړیوال کنفرانس کې  دجامعې ایټمی موضوع  د مطرح کیدا په باب  هم ووئیل ،  په جامعې ایټمی موافقې  به نه یوازې  خبرې اترې ونه شی ، بلکې  هماغه ډول  چې  داسلامی انقلاب معظم لا رښود هم فرمائیلی دی ،  باید  په لازیاتو  عملی اقداماتو سره عملی  شی .

 دایران خارجه وزیر   دمینځنی ختیځ   سیمې دمسئلو په باب د خارجه وزیرانو  دخبرواترو دچورلیزونو په باب  هم زیاته کړې ،  حقیقت دادی چې  داعش  په  پوځی  ډګر کې ماته خوړلې ده  ،خو ضرورِی ده  چې  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې پر داعشی تفکر  هم  سخت ګوزارونه وشی .

  جواد ظریف ټینګار کړی ،  ترهه ګر باید   دکلتوری ،آئیډیالوجیک  او سیاسی  او دمالی بحثونو  دلیدتوګې   له پلوه  هم وګواښل شی  او  ترهه ګرو ته دوسلو اومالی سرچینو درسیدو  مخه  ونیول شی .

 دایران  د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  دمدیترانې  دچارو دخبرواترو  په دریم نړیوال کنفرانس کې  دګډون اووینا لپاره  د ایتالیا دخارجه وزیر  آنچلینو آلفانو  په رسمې بلنې سره  نن  ایټالیا ته تللی دی .