د ایران او ترکیې عالمان دې خپل مینځي ملګرتیا زیاته کړي
د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي په مختلفو برخو کښې د اسلامي ایران او ترکیې د عالمانو په ملګرتیا ټینګار وکړ.
آیت ا... محسن اراکي پرون مازیګر په تهران کښې د ترکیې د دیانت سازمان د پخواني مشر محمد ګورمز په کتنه کښې وویل: د اسلامي امت وحدت او د اسلامي نړۍ په تیره بیا د ایران او ترکیې د علماو لازیاته ملګرتیا او همکاري ضروري ده.
هغه څرګنده کړه: لکه څنګه چې د ایران او ترکیې حکومتونه په مختلفو سیاسي ډګرونو کښې دوه اړخیزه ملګرتیا لري، د دې دواړو هیوادونو عالمان هم په خپلو کښې په ملګرتیا سره ځیني ګډ کارونه ترسره کولی او کامیابولی شي.
د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې مشر همداشان زیاته کړه چې دښمن په اسلامي امت کښې د تفرقې اچولو کوشش کوي او تل هڅه کوي چې په دیني حوزو کښې هم نفوذ او تفرقه تعقیب کړي چې په وړاندې یې هوښیارتیا پکار ده.
په دغه کتنه کښې د ترکیې د دیانت سازمان پخواني مشر محمد ګورمز هم چې د اسلامي وحدت په نړیوال کانفرنس کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی، د ایران او ترکیې د عالمانو په ملګرتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: له سیاسي وحدت مخکښې باید د زړونو وحدت او یووالی راشي.