انګلستان د ایټمي موافقې په بشپړې اجرا ژمن دی
د بریطانیې خارجه وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کښې د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) په بشپړې اجرا د لندن پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
د انګلستان خارجه وزیر بوریس جانسن چې تهران ته په سفر راغلی، نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنه کښې وویل: ایټمي موافقه د انګلستان لپاره ډیر زیات اهمیت او ارزښت لري.
جانسن همداشان د ایران او انګلستان د اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا او هم له تهران سره د لندن د سلامشورو د دوام غوښتنه هم وکړه.
ظریف او جانسن په دغه کتنه کښې همداشان د اقتصادي، بانکي او تجارتي اړیکو او د هغود پراختیا د اهمیت او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په شمول مختلفو موضوعاتو په باب د نظر تبادله وکړه.
د بریطانيې خارجه وزیر نن همداشان د ایران د اسلامي شورا له مشر علي لاریجاني سره هم وکتل او ټاکل شوې چې په دې درې ورځني سفر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر او ځینو نورو لوړرتبه چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.