قدس شریف به د صهیونیسټي رژيم په ادیرې بدل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60851-قدس_شریف_به_د_صهیونیسټي_رژيم_په_ادیرې_بدل_شي
دا فیصله د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا د عربستان د سلامشورو، موافقو او غږملتیاو نتیجه ده او هغوي له څو میاشتې مخکښې نه په دې کار خبر وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2017 16:30 Asia/Kabul
  • قدس شریف به د صهیونیسټي رژيم په ادیرې بدل شي

دا فیصله د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا د عربستان د سلامشورو، موافقو او غږملتیاو نتیجه ده او هغوي له څو میاشتې مخکښې نه په دې کار خبر وو.

د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر مشر قومندان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې او صهیونیسټي رژيم اصلي هدف د مسجدالاقصی ورانول دي، وویل: قدس به د جعلي صهیونیسټ رژیم ادیره شي.

جنرال محمد علي جعفري نن د سپاه پاسداران د لوې قومندې د کمیټې د یوشمیر کارکونکو په کتنه کښې د بیت المقدس په هکله د ډونلډ ټرمپ د وروستۍ پریکړې په هکله څرګنده کړه: دا ټول اقدامات د مسجدالاقصی د ورانولو سریزې دي او مسلمانان دې پوه شي چې که د دې سپيرو دسیسو په وړاندې سمدستي راپورته نه شي نو وخت به یې ډیر په چټکۍ سره له لاسه ووځي.

هغه په دې خبرې سره چې امریکې او صهیونیسټي رژيم د قدس شریف خلاف خپل ترټولو ستره او تاریخي بې عقلي کړې ده، زیاته کړه: دا  فیصله د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا د عربستان د سلامشورو، موافقو او غږملتیاو نتیجه ده او هغوي له څو میاشتې مخکښې نه په دې کار خبر وو.