دامریکا د ولسمشر فیصله د جنګ غوښتل دی
-
ایران په سیمه په تیره بیا د عراق په راتلونکو انتخاباتو کښې دامریکا، سعودي عربستان او د اسرائیلو د مثلث په لاسوهنې اندیښمن دی .
زمونږ خبریال وایی د ایران د نظام د مصلحت دپیژندنې د ټولنې مشر محسن رضایی د اسرائیلو دجعلی رژیم په توګه دقدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله جنګ غواړی او ښکاره بلا غوښتنه وبلله .
هغه پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د فلسطین د ملت او دنړۍ دمسلمانانو پرضد دجنګ اعلانول دی وویل د قدس د ازادۍ نوی انتقاضه دسیمې د راتلونکو کلونو او میاشتو مهمه پیښه ده چې له تیرې انتقاضې به ډیره طوفانی وی .
محسن رضایی د الاقصی جومات کلابندۍ او قدس ته د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې انتقالول د نړۍ دټولو مسلمانانو سپکاوی وباله او ویې ویل په سیمه کښې دامریکا او دهغې دمتحدانو پرله پسې ماتی د ولسمشر ټرمپ د وروستی اقدام دلیل دی .
دایران دنظام دمصلحت دپیژندنې دټولنې مشر محسن رضایی په دې خبرې سره چې اسلامی نړۍ له ستر ازمیښت سره مخ ده ټینګار وکړ امریکا ته دتیلو د صادراتو کمول او له واشنګټن څخه د اسلامی هیوادونو دسفیرانو وربلل کولای شی له دغه فیصلې دشاتګ لپاره د دباو درامینځته کولو لپاره ترټولو کم اقدام وی .
محسن رضایی دغه راز له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره د سعودی عربستان په ملګرتیا د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل ایران په سیمه په تیره بیا د عراق په راتلونکو انتخاباتو کښې دامریکا، سعودی عربستان او د اسرائیلو د مثلث په لاسوهنې اندیښمن دی .