دایران په ضد دامریکایانوتکراری ادعاګانې به هیڅ اغیزې ونه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i61231-دایران_په_ضد_دامریکایانوتکراری_ادعاګانې_به_هیڅ_اغیزې_ونه_لری
په ملګروملتو کې دامریکا استازې نیکی هیلې هم بیګا دهغو وسپنیزو ټوټو په وړاندې په شتون سره چې ادعا ئې کوله دایرانیو توغندیو ټوټې دی ، دایران په ضد ئې نوی پروپیګنډې پیل کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 15, 2017 01:30 Asia/Kabul
  • دایران په ضد دامریکایانوتکراری ادعاګانې به هیڅ اغیزې ونه لری

په ملګروملتو کې دامریکا استازې نیکی هیلې هم بیګا دهغو وسپنیزو ټوټو په وړاندې په شتون سره چې ادعا ئې کوله دایرانیو توغندیو ټوټې دی ، دایران په ضد ئې نوی پروپیګنډې پیل کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ   داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پخپل ټولنیز پیغام کې  دایران په ضد په ملګروملتو کې  دامریکا داستازې نیکی هیلې  په پروپیګنډیز نمایش غبرګون ښودلی  او  روښانه ئې کړې ده ،  دغه نمایش او دهغو نتیجې ئې له دې مخکې په ۲۰۰۳کال کې د امریکا د وخت دخارجه وزیر کالین پاؤل له خولې هم  په همدې ځای کې یعنی پّ ملګروملتو کې آوریدلې وې .

دامریکا دوخت خارجه وزیر کالین پاؤل  په ۲۰۰۳کال کې  دملګروملتو په امنیت شورا کې  په شتون سره  په عراق کې  د ممنوعه وسلو  دشتون په باب  ګمراه کونکې اودروغجن اطلاعات وړاندې کړی وو او  په دغه هیواد ئې  د واشنګټن  دتیریو زمینه برابره کړې وه .یو داسې اقدام چې  دعراق دبې ثباته کولو او  په سیمې کط د ترهه ګرو  ډلو دپنځولو  زمینه جوړونه شوه .

په ملګروملتو کې دامریکا   استازې نیکی هیلې  هم بیګا   دهغو وسپنیزو ټوټو  په وړاندې په شتون سره  چې ادعا ئې کوله   دایرانیو توغندیو ټوټې  دی ،  دایران  په ضد ئې نوی  پروپیګنډې  پیل کړی دی .

نیکی هیلې د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو ته داسلامی ایران   له خوا   دوسلو دلیږدولو مدعی  شوی او په یو لړ له ملنډو ډکو  څرګندونو کې ئې  ایران  دنړیوالو ژمنو په خلاف ورزۍ تورن کړ .

 داپه  داسې حال کې دی چې  په ملګروملتو کې د  ایران داسلامی جمهوریت دایمی استازی  غلام علی خوشرو هم  په دې باب دامریکائی استازې د دروغجنو ادعاګانو په ردولو سره  وئیلی دی ،  دغه اقدام   دامریکا دغیر مسئولانه ،لمسونکی او  ورانکار رول  یوه څرګنده نښه ده .  هغه وئیلی دی ،  امریکا  په سیمې کې د خپلو ورانکارو اوتخریبی  موخو دتعقیبونې لپاره دنړۍ دعمومی افکارو ته  دبیا بیا دوکو ورکولو په لټه کې د ه  په دې ډول چې  دامریکا ولسمشر  په ریاض د یمن  دپوځ  دتوغندی  له لګیدو څو ساعته وروسته  حتی   دعربستان په وسیله  د دغه شان تورونو له مطرح کیدو مخکې  ایران په دې اړه تورن کړی ؤ .

 دایران په ضد د امریکائی چارواکو اومسئولانو  پروپیګنډیز پلان هماغه راز دوام لری او دوی غواړی په  دغه ډول  اقداماتو سره  په سیمې اونړۍ کې دخپلو ورانکارو  فعالیتونو او اقداماتو پر ماتو برغولی کیږدی  خو نور عمومی افکارو دامریکائی  چارواکو  په ورانکارو کارونو اودوکو  نه غولیږی .