د ایران د لیندۍ د ۲۵ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i61315-د_ایران_د_لیندۍ_د_۲۵_نیټې_مطبوعات
په غزه کې په زرګونو فلسطینانو له قدس په ملاتړ او د ټرمپ په غندنه کې مظاهرې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2017 09:22 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۲۵ نیټې مطبوعات

په غزه کې په زرګونو فلسطینانو له قدس په ملاتړ او د ټرمپ په غندنه کې مظاهرې وکړی .

 

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

په غزه کې په زرګونو فلسطینانو له قدس په ملاتړ او د ټرمپ په غندنه کې مظاهرې وکړی .

پوتین وایی امریکا په سوریه کې د ترهه ګرو د ځپلو مخه نیسی .

په یوه میاشت کی  په میانمار کی ۶۷۰۰ روهنګیایی مسلمانان وژل شوی دی .

د عربستان خارجه وزیر اعتراف وکړ چی له اسرایلو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو لپاره یوه بشپړه نقشه لری . د عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر د فرانس ۲۴ له چینل سره په مرکه کی اعتراف وکړ چی هیواد یې له صیهونیسټ رژیم سره د بشپړه ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د لارې نقشه برابره کړی ده .

الجبیر د عربستان د دغې هڅې په سپیناوی کې وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ د صیهونیسټ رژیم او د فلسطیم د کور واکه تشکیلاتو ترمینځ د ساز باز د ټینګولو په هکله جدی دې او امریکایان د عربستان په شمول له درستو لورو سره سلا و مشورې کوی .

 

د عربستان خارجه وزیر زیاته کړه تراوسه جوته نده چی ایا فلسطینیانو او اسرایلیانو لپاره د امریکا وړاندیزونه د منلو دی یا نه ، ځکه چی تر اوسه د امریکا پروګرام ندې بشپړه شوې .

د امریکا حکومت په داسې حال کی ادعا کوی چی د فلسطینانو او صیونیسټانو ترمینځ د خبرو اترو ملاتړې دې چی په وروستیو کې یې د ایراییلو رژیم د پلازمنیې په توګه د قدس په اعلانولو سره وښودله چی دغه ادعاګانې بې اساسه اوپوچې دی .

 

 

کیهان ورځپاڼه

په غزه کی د فلسطینیانو په ستره غونډه کی د قدس تر ازادۍ پورې د مقاومت په دوام ټینګار وشو .

د تهران د جمعې موقته امام حجت الاسلام کاظم صدیقی وویل اسلامی هیوادونه له قدس په دفاع کې د بیانیې په صادرولو بسنه ونکړی ځکه چی د امریکایی سفارتونو تړل او شیانو بایکاټ د امریکا د ولسمشر له اقدام سره د مقابلې په لارو چارو کې شاملی دی .

 

دامریکاپه کانګرس کې په ایران د الوتکودخرڅلاؤدمنع کیدامسوده تصویب شوه

 

اطلاعات ورځپاڼه

 

د جهاد اسلامی غورځنګ استازی ابوشریف وایی د عربی رژیمونو سستۍ ټرمپ په قدس د تیری لپاره جسور کړ .

د لبنان ولسمشر ویلی دی چی حزب ا... غورځنګ د ترهه ګرو شر کم کړی دې .

د هند تر کنټرول لاندی کشمیر خلګو مظاهرې د پولیسو په وسیله تاوتریخجنی شوی.

ښاغلی صدیقی ویلی دی د عربستان ماشوم وژونکې رژیم چی نه مسلمان دې او نه عرب ، ډیر ژر د خپلو جنایتونو سزا ووینی . د تهران د جمعې موقته امام حجت الاسلام کاظم صدیقی وویل اسلامی هیوادونه له قدس په دفاع کې د بیانیې په صادرولو بسنه ونکړی ځکه چی د امریکایی سفارتونو تړل او شیانو بایکاټ د امریکا د ولسمشر له اقدام سره د مقابلې په لارو چارو کې شاملی دی .

ښاغلی صدیقی جوته کړه د قدس شریف په ارتباط د ټرمپ وروستۍ خطرناکی خبرې ، د صیهونیسټ جالی ، ماشوم وژونکی او غاصب رژیم ته د روا والی ورکولو اقدام دی .

ښاغلی صدیقی زیاته کړه ملګرو ملو وړاندې په دو پریکړه لیکونو کی  د اسرایلو غاصب رژیم ته له روا والی ورکولو سره سره قدس شریف د فلسطینیانو او د اسرایلو په نیواک کې یوه ځای په توګه معرفی کړی دی .