ظریف: د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت درې اړخیزې ملګرتیاوې زیاتېدونکې دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت خصوصی برخه به درې اړخیزو خبرو اترو ته داخله شی چې د درې واړو هېوادونو د ملګرتیاو ظرفیتونه زیات شی.
محمد جواد ظریف نن په باکو کښې د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کښې وویل: دغه درې واړوه هېوادونه تاریخی، کلتوری او جغرافیائی رشتې لری او د دغو هېوادونو د خارجه وزیرانو غونډه د سیمه ایزو ملګرتیاو د زیاتولو لپاره ډېره ګټوره او فائده منه طریقه ده.
د ایران خارجه وزیر د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت ترمېنځ د ملګرتیا زیاتو زمینو ته په اشارې سره وویل: په دغه غونډه کښې د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په اعلانولو کښې د امریکې د ولسمشر له وروستۍ فېصلې سره د مخالفت او د ټرانزېټ، انرجۍ او سیاحت په زمینه کښې په اقتصادی او کلتوری اړخونو کښې د درې واړو هېوادونو د ملی ګټو د پرمختګ لپاره د ملګرتیاو په شمول د مختلفو موضوعاتو په اړه سلامشورې وشوې.
ظریف همدارنګ وویل: ایران غواړی د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت ترمېنځ ملګرتیاوې د خصوصی برخې په شتون سره پراخې شی.