ظریف: د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت درې اړخیزې ملګرتیاوې زیاتېدونکې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i61625-ظریف_د_ایران_ترکیې_او_آذربائیجان_جمهوریت_درې_اړخیزې_ملګرتیاوې_زیاتېدونکې_دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت خصوصی برخه به درې اړخیزو خبرو اترو ته داخله شی چې د درې واړو هېوادونو د ملګرتیاو ظرفیتونه زیات شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2017 12:56 Asia/Kabul
  • ظریف: د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت درې اړخیزې ملګرتیاوې زیاتېدونکې دی

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت خصوصی برخه به درې اړخیزو خبرو اترو ته داخله شی چې د درې واړو هېوادونو د ملګرتیاو ظرفیتونه زیات شی.

محمد جواد ظریف نن په باکو کښې د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کښې وویل: دغه درې واړوه هېوادونه تاریخی، کلتوری او جغرافیائی رشتې لری او د دغو هېوادونو د خارجه وزیرانو غونډه د سیمه ایزو ملګرتیاو د زیاتولو لپاره ډېره ګټوره او فائده منه طریقه ده.

د ایران خارجه وزیر د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت ترمېنځ د ملګرتیا زیاتو زمینو ته په اشارې سره وویل: په دغه غونډه کښې د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په اعلانولو کښې د امریکې د ولسمشر له وروستۍ فېصلې سره د مخالفت  او د ټرانزېټ، انرجۍ او سیاحت په زمینه کښې په اقتصادی او کلتوری اړخونو کښې د درې واړو هېوادونو د ملی ګټو د پرمختګ لپاره د ملګرتیاو په شمول د مختلفو موضوعاتو په اړه سلامشورې وشوې.

ظریف همدارنګ وویل: ایران غواړی د ایران، ترکیې او آذربائیجان جمهوریت ترمېنځ ملګرتیاوې د خصوصی برخې په شتون سره پراخې شی.