بهرام قاسمی وویل د ایران توغندوی پروګرام دفاعی دې
ایران په توغندوی او دفاعی پروګرام کی په خپلو پښو دریږی او له خپل ملت په دفاع ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزه او د سیمې په امنیت او ثبات رامینځته کولو کې له هیچا اجازه نه غواړی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ایران توغندوی پروګرام دفاعی دې ، وویل تاریخ ډیره ښه ښئ چی ایران هیڅکله په خپلو ګاونډیانو او نورو هیوادونو تیرې ندې کړی . ښاغلی بهرام قاسمی نن زمونږ له خبریال سره په خبرو کی ویلی دی چی ایران په توغندوی او دفاعی پروګرام کی په خپلو پښو دریږی او له خپل ملت په دفاع ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزه او د سیمې په امنیت او ثبات رامینځته کولو کې له هیچا اجازه نه غواړی .
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی پرون له العالم چېنل سره په مرکه کښې ویلی وو چی د قدس د غاصب رژیم د پائېتخت د بدلولو په اړه د امریکې د ولسمشر د نوی دریځ د اعلانولو نتائج به د امریکې د حکومت ګرېوان رانیسی او سیمه به له نوې ناقرارۍ او ګډوډۍ سره مخامخه کړی.
بهرام قاسمی وویل: د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په معرفی کولو کښې د ډونلډ ټرمپ اقدام وښودله چې د دغه هېواد واکمنان اوس هم د سیمې د مسائلو صحیح او حقیقت پسندانه درک نه شی لرلې او خپلې تېرې خطاګانې تکراروی.
د ایران د خارجه وزارت ویاندواضحه کړه: د ټرمپ اقدام د عربی نړۍ د کمزورۍ نتیجه ده چې د امریکې د ګستاخۍ لپاره یې ضروری زمینه برابره کړې ده.
هغه د دې په بیانولو سره چې دغه اقدام له امریکې او د قدس له غاصب رژیم بغېر بل څوک ملاتړے نه لرۀ زیاته کړه: په تېرو کلونو کښې په سیمه کښې د امریکې چلند ښودلې ده چې امریکه د اسلامی او عربی نړۍ د ګټو په خلاف د قدس له غاصبانو سره غږمله اقدام کوی.
قاسمی دې ته په اشارې سره چې په سیمه کښې ځینو هېوادونو خپل برخلیک د صهیونېسټانو او امریکې په ګټو پورې تړلې دے دا خبره
په ګوته کړه چې ایران به د فلسطین له مظلومو خلقو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی او مقاومت به هم اجازه ورنکړی چې د صهیونېسټ رژیم زیاتره پرېشانه خوب لیدنې تعبیر شی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې باندې په تاکید سره چې د فلسطین مظلوم ملت به د مقاومت لارې ته دوام ورکړی، وویل: د قدس غاصب رژیم د زرو له ژبې نه بغېر په بل څه نه پوهیږی او یوازې په یو پراخه مقاومت سره دغه نیواکګرۍ ختمولې شی.