دیمن دتوغندی ویشتل له ایران سره هیڅ اړه نلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i61663-دیمن_دتوغندی_ویشتل_له_ایران_سره_هیڅ_اړه_نلری
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ په نړیوالوچارو کښې د ایران داسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په ریاض هوايي ډګر د یمن دپوځ د توغندی د لګیدو په اړه وویل دغه توغندی له ایران سره هیڅ اړه نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2017 02:41 Asia/Kabul
  • دامریکا دحکومت دغه فیصله د صهیونیسټي پلانونو پراساس ولاړه ده  او  په اوسني وخت کښې عملي شوي ده .
    دامریکا دحکومت دغه فیصله د صهیونیسټي پلانونو پراساس ولاړه ده او په اوسني وخت کښې عملي شوي ده .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ په نړیوالوچارو کښې د ایران داسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په ریاض هوايي ډګر د یمن دپوځ د توغندی د لګیدو په اړه وویل دغه توغندی له ایران سره هیڅ اړه نلری .

هغه پرون په تهران کښې د لبنان د امل غورځنګ د رئیسه پلاوی له  غړی خلیل حمدان سره په کتنې کښې په ملګروملتونو کښې دامریکا د استازی میرمن نیکې هیلې د ایران ضد څرګندونو ته په اشارې سره وویل امریکا په داسې حال کښې چې په سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو د خپلو ډلوژونکو وسلو د خرڅولو په اړه ځواب ورکړی په نورو هیوادونو دخپلو ګرمو د مسولیت په اچولو سره دقدس له موضوع د عمومی افکارو د انحرافولو هڅه کوی .

په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیرې نیکې هیلې د دسمبر په څوارلسمه(۱۴) نیټه د وسپنو دځینو ټوټو په لاس کښې نیولوسره چې ادعا یې کوله د ایران دتوغندی ټوټې دی دایران پرضد نوی تبلیغاتی ډرامه پیل کړی وه  .

په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې امریکا دیوې داسې لارې دلټولو کوشش کوی چې دایران په دفاعی پروګرامونو کښې د لاسوهنې لپاره توجیه پیدا کړی وویل دغه کار به هیڅکله ونشی ځکه چې دایران توغندوی دفاعی پروګرام جایز او قانونی دی او په هکله یې هیڅ خبرې نشی کیدلای .

دلبنان د امل غورځنګ د رئیسه پلاوی مشر خلیل حمدان هم دایران دپارلمان دمشر له مرستیال حسین امیر عبداللهیان سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې د اسلامی ټولنې ترټولو مهمه موضوع قدس او بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو لپاره د ولسمشر ټرمپ له ناپوهې ډکه فیصله ده وویل دامریکا دحکومت دغه فیصله د صهیونیسټی پلانونو پراساس ولاړه ده  او  په اوسنی وخت کښې عملی شوی ده .