تکفیری بهیرونه هماغه شا فعال دی
ذوالفقاری ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې واکمن امنیّت په تصادفی ډول نه دی ترلاسه شوی ، بلکې د پولیسو، سرحدی او اطلاعاتی اورګانونو په ډیر زیار اوهلوځلو سره او البته د ولس په حساسّیت سره ترلاسه شوی دی ، زیاته کړې ، خوشبختانه دایران اسلامی جمهوریت په ډیر ښه امنیتی شرائطو کې دی .
ایرنا خبری آژانس را پورورکړ د ایران د کورنیو چارو وزارت د پولیسو دچارو مرستیال حسین ذولفقاری نن دایران د سرحدی چارو او دامنیت دعمومی مدیرانو د معارفې او درنښت په دستورو کې دایران د ګاونډیو هیوادونو ترینګلو او بې ثباته شرائطو ته په اشارې سره روښانه کړې ، تکفیری بهیرونه هماغه راز فعال دی او د ځان پیاوړی کولو لپاره پانګونې کوی .
ذوالفقاری ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې واکمن امنیّت په تصادفی ډول نه دی ترلاسه شوی ، بلکې د پولیسو، سرحدی او اطلاعاتی اورګانونو په ډیر زیار اوهلوځلو سره او البته د ولس په حساسّیت سره ترلاسه شوی دی ، زیاته کړې ، خوشبختانه دایران اسلامی جمهوریت په ډیر ښه امنیتی شرائطو کې دی .
دایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال ووئیل دسیاسی ،تولنیزو او اقتصادی مسئلو مدیریّت او په امنیتی بحران د دغو مسئلو دبدلیدو مخنیوی دامنیت په تامینولو کې یو اغیزمن اقدام دی .