دایران ملت ددښمنانودهیلوپه شنډولوکې حماسه پنځونکی دی
دمرغومی دمیاشتې نهمه نیټه هغو فتنه ګرو عناصرو ته چورلټ ځواب او دټونلې دجوړښت له ماتونکو څخه دابراءت په اعلان کې دایران د میړنی ملت دملیونی پرتمین لاریون ښودنه وه چې چې دایران دولسمشرۍ د انتخاباتو په لسم پړاؤ کې ئې ددرغلۍ په پلمه بې لاریتوب ته مخه کړې وه .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی له ولایت سره د امت دمیثاق او دبصیرت ورځې یعنی د ۱۳۸۸لمریز کال د مرغومی دمیاشتې دنهمې حماسې کلیزې ته په اشارې سره وئیلی دی ، دایران ملت د دښمنانو دامیدونو په اوبو لاهو کولو کې یو هنرمند او حماسه پنځونکی ملت دی .
سردار سلامی په تهران کې د قرآنی شهیدانو د درنښت په پنځم کنفرانس کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، دایران ملت په ځیرتیا اوهوښیارتیا او بصیرت سره د ۱۳۸۸لمریز کال د مرغومې په نهمې نیټې د فتنې سترګې ړندې کړې څو د بندیز ،نفسیاتی دباؤنو ، ویرونې او یرغلیزو پروپیګنډو په اساس د دښمن درست سیاستونه ماته وخوری . هغه روښآنه کړې ، دایران ملت ګواښونه په فرصتونو بدلوی او په دې ډګر کې په هنرمندۍ او ځیرتیا سره عمل کوی .
همداراز د مستضعفینو د بسیجی رضاکار ځواک دمشر جانشین سردار تورن جنرال علی فضلی هم د مرغومی د نهمې نیټې پیښه دایران داسلامی انقلاب په بدلونونو کې یوه بې مخینې حماسه وبلله او روښانه ئې کړې ده ، په تیرو څلویښتوکلونو کې داسلامی جمهوری نظام دښمنانو تل هڅه کړې ده ، ولس له ولایت او د ټولنې له رهبرۍ لیرې وساتی چې تراوسه پورې ئې د ایران دمیړنی ولس په بصیرت اوهوښیارتیا سره ماته خوړلې ده . هغه دغه راز ټینګار کړی ، دښمن روده بدله شوې او هماغه راز دنورو فتنو په رامینځةکونې پسې دی او ضروری ده ولس لازیات هوښیار او ځیر ووسی او اجازت ورنکړی ،څو کومه نوی فتنه راپورته شی .